کشور دنمارک زنان و دختران افغان را به‌عنوان پناهنده می‌پذیرد-02.jpg
د ډنمارک د کډوالۍ ادارې اعلان کړی چې اوس به ټولو افغان ښځو او نجونو ته یوازې د جنسیت له مخې پناه ورکوي.
د ډنمارک د کډوالو د استیناف بورډ په دې وروستیو کې په د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د استیناف د عالي بورډ په غونډه کې د شوې پرېکړې پر بنسټ یې خپله کړنلاره بدله کړې او اوس به افغان ښځو او نجونو ته یوازې د جنسیت پر بنسټ پناه ورکړي. دې ادارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د "خراب حالت" د داسې پرېکړې لامل په ګوته یاد کړی دی.
د ډنمارک حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې واکمنې ډلې په لومړيو کې په ښوونځيو کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د زده کړې مخه نيولې وه. په دې وروستیو کې د ښځو لپاره د پوهنتون زده کړه تر بل خبرتیا پورې بنده شوې ده. په دې وروستیو کې واکمنې ډلې هم په ادارو، څانګو او بشري بنسټونو کې د مېرمنو پر ونډې او کار بندیز لګولی دی.
همدارنګه په افغانستان کې زیاتره هغه مېرمنې چې په حکومت کې یې کار کاوه یا یې دندې له لاسه ورکړي او یا یې معاشونه ډېر کم شوي دي. د دې کار موخه د ښځو هڅول او حتی مجبورول دي چې په کور کې پاتې شي. برسېره پر دې، مېرمنې د محرم سړي (مېړه، ورور یا پلار) پرته په عامه ځایونو کې له تګ څخه منع دي. د ښځو په جامو کې هم سخت قواعد پلي شوي دي او سترګې د بدن یوازینۍ برخه ده چې پوښلو ته اړتیا نلري.
د ډنمارک د کډوالو د استیناف بورډ په خپله پرېکړه کې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې نوي راپور ته اشاره کړې ده. په دې راپور کې د اروپايي ټولنې د کډوالو اداره لیکي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او آزادیو پر وړاندې د حاکمې ډلې له خوا پلي شوي اقدامات د ځورونې لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې چارواکو له اروپايي هېوادونو څخه غوښتي وو، چې د پناه غوښتنې د ارزونې پر مهال د ددې ادارې د راپورونو او اعلامیو په رڼا کې د افغان مېرمنو د پناه غوښتنې ته جدي پام وکړي.
راپور زیاتوي چې دا ډول اقدامات روغتیایی خدمتونو ته د دوی لاسرسی، کار، د ګرځېدو ازادي، د بیان ازادي، د نجونو د ښوونې او روزنې حق او داسې نور اغېزمن کوي.
د ډنمارک د مهاجرت اداره دا مهال د افغان مېرمنو د پناه غوښتنې پنځه دوسیې څېړي او په اعلامیه کې راغلي چې یاد کسان د پناه غوښتنې د قانون له مخې په دې هېواد کې د اوسېدو حق لري.
د ډنمارک د کډوالو د استیناف بورډ به هم د افغانستان د هغو ښځینه غوښتونکو د پناه غوښتنې ټولې دوسیې بیا پرانیزي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۶ څخه وروسته رد شوې وې. د دې اعلان له مخې د قضیو شمېر شاوخوا ۱۰ تنو ته رسېږي.
سربیره پردې، د استیناف کمیټه به په دې غور وکړي چې ایا د شاوخوا 30 افغان نارینه پناه غوښتونکو د دوسیو د بیاپرانستلو لپاره کوم دلیل شتون لري چې غوښتنلیکونه یې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۶مې راهیسې رد شوي دي.
هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۶ مخکې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي او لا هم په ډنمارک کې دي کولی شي د استیناف د بورډ د پرېکړې پر بنسټ د خپلې دوسیې د بیاپرانستلو غوښتنه وکړي. دا نوې کړنلاره ډنمارک له سویډن سره د افغان کډوالو په معامله کې همغږي کوي، کوم چې څه موده وړاندې په تړاو یې پرېکړ کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د ډنمارک د پرېکړې هرکلی وکړ، په دې توګه د ډنمارک د بخښنې نړیوال سازمان د پالیسۍ او اسنادو رییس مارټین لیمبرګ پیډرسن وویل: "دا ډیره مثبته ده چې د کډوالو د استیناف بورډ اوس د ښځو او نجونو ظالمانه تعقیب په رسمیت پیژني، هرڅومره دا پرېکړه ډیر ناوخته شوی دی. خو د پرېکړې د نه نیول کېدو څخه ناوخته پرېکړه هم ښه ده."
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې په پای کې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ ویلي وو چې د افغان مېرمنو او نجونو سره د واکمنې ډلې چلند کېدی شي په بشریت جنایت بدل شي.