د کاناډا حکومت د سه شنبې په ورځ د 2022 کال د نومبر په لومړۍ نېټه د یوې خبري غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې هېواد به یې تر 2025 کال پورې 1.45 میلیونه کډوال ومني.
د کاناډا د کډوالۍ وزیر شان فریزر په دې خبري کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل چې کاناډا د مسلکي کارگرانو، مهارت لرونکو کسانو او د نفوس د ودې د اړتیا د پوره کولو لپاره د لا ډېرو کډوالو جذبولو ته دوام ورکوي. د دې چارواکي په وینا، له کرونا وروسته د اقتصاد د ښه کولو، د زړو وگړو د ستونزې د حل او د ماهرو کارگرانو اړتیا ته په کتو، کاناډا اړتیا لري چې خپل نفوس له کډوالو سره ډېر کړي.
دا پالیسي یوه اونۍ وروسته له هغه تصویب شوه چې د کاناډا د احصایې یا سرشمېرنې ادارې اعلان وکړ چې هېواد یې د کډوالۍ په برخه کې یو نوی پړاو رامنځته کړی چې اوس مهال په هرو پنځو کاناډایانو کې له یو څخه ډېر کډوال دي او دا مهمه ده چې کاناډا د دې پرېکړې په پلي کولو سره د کډوالو ډېروالی او د کډوالۍ خوندي لارو جوړولو ته دوام ورکړي. کاناډا له اوږدې مودې راهیسې د کډوالو د راجلبولو ستراتیژي تعقیب کړې ترڅو د خپل زوړ اصلي نفوس او د زېږون ټیټ شمېر جبران کړي او دا یوه داسې ستراتیژي ده چې عام وگړي یې ملاتړ کوي.
دغه هېواد هغو کډوالو ته ښه راغلاست وايي چې په کار پوه او د دغه هېواد د صنعت او اقتصاد په برخو کې لازم مهارتونه ولري. د کاناډا اقتصاد د روغتیا پاملرنې، د لاریو چلولو، ساختماني، سافټویر انجنیري، سوداگرۍ، تولید، او ټېکنالوژۍ کې کارگرانو ته اړتیا لري.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی د کډوالۍ کچې پلان پر بنسټ د کاناډا حکومت پلان لري چې په 2023 کې 465,000، په 2024 کې 485,000 او په 2025 کې 500,000 کسان د کډوالو په توگه ومني. د 2025 لپاره د غوښتل شوي کډوالو شمېر د کاناډا د تېر کال د 405,000 کډوالو منلو وروستي ریکارډ په پرتله 23 سلنه ډېروالی څرگندوي.
څرنگه چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنگېدو او د نوې وسله والې ډلې له واکمنۍ وروسته د افغانستان ماهر او کاري ځواک بېکاره شو، وځورول شو، گاونډیو هېوادونو ته یې پناه یووړه او یا یې په هر ډول شرایطو کې کاناډا ته د کډوالۍ لېوالتیا لري، نو د کډوالۍ دغه پروگرام به دوی لپاره ښه فرصت وي. د "وپوښتئ" ټیم داسې فکر کوي چې د کاناډا حکومت به په راتلونکو اونیو کې د دې کډوالۍ پروگرام لېوالو کسانو ته د آنلاین غوښتنلیک لارې چارې اعلان کړي، په دې توگه به مخاطبینو ته به اړوند معلومات وړاندې شي.
په کاناډا کې د نږدې یو میلیون دندو خلاصولو سره، هېواد د کارگرانو کمښت ته د رسېدو لپاره بهرنيانو ته مخه کوي، د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د کډوالۍ ریکارډ موخې برابروي. کاناډا ته د نوي کډوالو ډېری برخه د آسیایي او افریقایي هېوادونو څخه راځي او د یاد هېواد د سرشمېرنې اداره وړاندوینه کوي چې تر 2041 پورې به په هرو څلورو کاناډایانو کې یو به په دې براعظمونو کې زېږېدلی وي.
د یادولو وړ ده چې د کډوالۍ په اړه د کاناډا د حکومت دا چلند د لویدیځو هېوادونو لکه سویډن او ایټالیا د حکومتونو له تگلارې څخه ښکاره انحراف دی چې د دوی نوي ټاکل شوي گوندونه د کډوالو د کمولو او د کډوالۍ په لاره کې جدي خنډونه جوړوي او حتی کډوال د جرم او گډوډي لامل گڼي.