د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ په نیمایي کې له گواښ سره د مخ افغانانو او همکارانو د منلو بهیر گړندی کړ. د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۱۵ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له راپرځېدو او د نوې ډلې له واکمنۍ وروسته، دغه هېواد د پوځي ماموریت په لړ کې له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه او د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۳۰مه یې دغه لړۍ بشپړه کړه.
د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د افغان همکارانو د لېږد د چارو مسوولیت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې اعلان کړی چې د ایستلو د بهیر لپاره هېڅ وخت نه دی ټاکل شوی او د ایستلو بهیر به له افغانستان څخه د امریکایانو او افغان همکارانو د بشپړ انتقال او ځای پر ځای کېدو پورې دوام وکړي.
دا چې اوس هم د کډوالۍ د ځانگړو ویزو (SIV)، لومړي لومړیتوب (P1)، دویم لومړیتوب (P2) او درېیم لومړیتوب (P3) کېسونو لرونکو د انتقال لړۍ روانه ده او هره میاشت سلگونه افغانان قطر، البانیې او پاکستان ته لېږدول کېږي، نو وپتېیل شوه چې په دې اړه د "وپوښتئ" وېبپاڼې لوستونکو ته یوه ځانگړې مقاله وړاندې شي. په دې لیکنه کې د SIV کېس لرونکو، د امریکایی اتباعو د کورنۍ غړو سره د پیوستون او د نورو پر شرایطو برابرکېسونو لرونکو د لېږد او ځای پر ځای کولو څرنگوالي په اړه، په تړاو معلومات چمتو شوي او ۵۰ بنسټیزو او ډېرې پوښتل شوې پوښتنې ځواب شوې دي.
له گواښ سره د مخ افغانانو د ایستلو بهیر
د ۲۰۲۱ کال د اگست له ۱۵ څخه تر ۳۰مې نېټې پورې له افغانستان څخه د تخلیې د پوځي ماموریت په کې شاوخوا ۱۲۵ زره افغانان له افغانستان څخه ایستل شوي چې له دې ډلې څخه تر ۹۰ زرو ډېر یې متحده ایالتونو ته انتقال شوي دي. د ایستل شویو کسانو په منځ کې، ډېری یې هغه خلک وو چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ د مختلفو پروگرامونو لپاره وړ نه وو، خو ډېری یې له جدي خطر سره مخ دی. د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه هېواد ته په راغلو کډوالو کې خبریالان، د بشري حقونو فعالان، بشري یا پرمختیايي کارکوونکي او پخواني دولتي کارکوونکي شامل دي.
متحده ایالتونو ته د کډوالۍ د شرایطو په پوره کولو کې پاتې راتلل د دې لامل شوی چې اوس شاوخوا ۷۵ زره افغانان بې برخلیک پاتې دي او له متحده ایالتونو څخه د اخراج له خطر سره مخ دي. د پوځي تخلیې پر مهال تېروتنې د دې لامل شوې چې د امریکا حکومت د دغه هېواد د سیاستوالو له لوري له نیوکو سره مخ شي او د نویو مهاجرینو د منلو بهیر ټکنی شي. له هغه وروسته، امریکا هم د بشردوستانه ویزې (Humanitarian Parole) پر بنسټ د نویو افغان کډوالو منل او په دغه هېواد کې د هغوی لنډمهاله پاتې کېدل ودرول ، خو ژمنه یې وکړه چې د افغان کورنیو د لېږد او منلو نورې لارې به چټکې کړي.
د ځانگړو ویزو غوښتنلیکونو د بهیر د چټکولو په اړه د امریکا نوې پالیسي د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر له میاشتې پلې شوه. د دې پروگرام موخه د هغو افغان همکارانو ملاتړ او همکاري ده چې د ۲۰۲۱ کال د اگست په ۱۵ د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او امریکا ته د کډوالۍ فرصت یې نه دی موندلی.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې زرگونو افغانانو ته له امریکا بهر موقتي استوگنځایونه ورکړل شوي او امریکا ته د لېږد په حال کې دي. د امریکا حکومت ویلي، هغه خلک چې له افغانستان څخه امریکا ته راځي، له ننوتلو مخکې د یوې مفصلې او څو اړخیزه امنیتي ارزونې لاندې نیول کېږي، چې مشري یې د امریکا د کورني امنیت ادارو له خوا کېږي. سربیره پردې، هغه خلک چې متحده ایالتونو ته لېږدول کېږي، اړین واکسینونه هم ترلاسه کوي.
امریکايي چارواکو په وار وار اعلان کړی، چې دوی د افغان مهاجرینو د ویستلو، د دغه هېواد له بهرنیو ځواکونو او بنسټونو سره همکارۍ ته ژمن دي او دغه چاره به د وروستي افغان همکار تر لېږد او بیامېشتېدنې پورې جاري وساتي.
له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو اوسنی بهیر
له خطر سره د مخ افغانانو د تخلیې د بهیر مسوولیت اوس یوې ځانگړې ډلې ته ورکړل شوی دی چې د افغانانو د بیامېشتېدنې هڅو د همغږۍ ډله یا (Coordination for Afghan Relocation Efforts - CARE) نومېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري. د CARE ټیم له افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو څخه متحده ایالتونو ته د شرایطو وړ افغانانو لېږد په برخه کې اسنانتیاوې رامنځته کوي.
د CARE ډله د لېږد او تخلیې بهیر لپاره کوم ځانگړی فورم یا لینک نه لري ترڅو پر شرایطو برابر خلک ورسره اړیکه ونیسي؛ په هرصورت، د (Coordination for Afghan Relocation Efforts - CARE) ډله د اسنادو او معلوماتو ترلاسه کولو او معلوماتو لپاره برېښنالیک پتې او د اړیکې شمېره لري. د ټیم CARE کاري تگلاره داسې ده، کله چې د وړ کسانو کېس وروستي پړاو ته ورسېږي، د هغو کسانو نومونه په لیست کې اضافه کېږي چې باید له افغانستان څخه وایستل شي. په لیست کې د وړ کسانو شاملول د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مسؤلیت دی او هېڅ بل رسمي یا شخصي اداره اجازه نه لري چې خلک د الوتنې په لیست کې شامل کړي.
د یادونې ده چې، د امریکا متحده ایالتونه مخکې له مخکې د کډوالو د ایستلو او بیامېشتېدنې په اړه معلومات نه ورکوي. دغه هېواد د امنيتي دلايلو له مخې د افغانانو د لېږد په اړه معلومات پټ ساتي او د لېږد پروسه په پټه پر مخ وړي. په افغانستان کې د واکمنې ډلې او د قطر له حکومت سره په همغږۍ له همدې امله د دې پروسې په اړه معلومات نه خپرېږي. هېڅوک د امریکا له دولتي ادارو پرته، د تخلیې د بهیر په اړه هېڅ باوري معلومات نه لري.
بیاځلي پوښتل شوې پوښتنې
ځای پرځای کول
۱ - څوک اوس مهال د متحده ایالتونو د حکومت د بیامېشتېدنې پروگرام لپاره پر شرایطو برابر دي؟
هغه خلک چې په لاندې ډلو پورې تړاول لري د لېږد وړ یا پر شرایطو برابر دي:
- د متحده ایالتونو اتباع (US Citizen- AMCIT)؛
- د دايمي استوگنې لرونکي (Lawful Permanent Resident - LPR)؛
- هغه خلک چې د کډوالۍ ځانگړې ویزه یې ترلاسه کړې؛
- د کډوالۍ د ویزې د ځانگړو کیسونو لرونکي چې د مرکې په پړاو کې دي (SIV Interview Ready)؛
- د متحده ایالتونو د دایمي استوگنې لرونکو (Lawful Permanent Resident - LPR) د کورنۍ غړي؛
- د هغو کسانو د کورنۍ غړي چې متحده ایالتونو ته د بشردوستانه ویزې په کارولو سره داخل شوي (QAW Parolee family members)؛
- د ماموریت د مشر COM تاییدي لرونکي د وتلو پروگرام لپاره وړ دي، خو دوی باید د مرکې مرحلې ته د رسېدو لپاره انتظار وکړي؛ او
- د پناه غوښتونکو (Asylum) د کورنۍ غړي مستحق دي خو د ایستلو په پروگرام کې تر اوسه لومړیتوب نه لري؛ او
- د لومړي لومړیتوب (P-1)، دویم لومړیتوب (P-2) او درېیم لومړیتوب (P-3) قضیې چې په جدي خطر کې دي، د خپلو اړوندو ادارو په همکارۍ او د متحده ایالاتو په تشخیص کولو سره کېدای شي درېیم هېواد ته د بهرنیو چارو وزارت د ایستلو الوتنې په لست کې شامل شي.
د یادولو وړ ده چې د AMCIT او LPR لرونکي باید د خپلو خپلوانو د ایستلو بهیر چټکتیا لپاره افغانستان ته ستانه نه شي. د بهرنیو چارو وزارت اوس دا ستنېدنه د سرحدونو څخه د وتونکو خلکو د معلوماتو له لارې تعقیبوي، او دا امکان نه لري چې دغو خلکو ته د ځای په ځای کولو کې مرسته چمتو کړي.
۲ - د امریکا د حکومت کومه څانگه اوس د افغانانو د لېږد مسوولیت پر غاړه لري؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس له خطر سره د مخ افغانانو د لېږد بهیر مسوولیت پر غاړه لري. په دغه وزارت کې د افغانانو د ځای پرځای کولو هڅو د همغږۍ ډله یا (Coordination for Afghan Relocation Efforts - CARE) ډله شتون لري. دغه ډله د دې لپاره رامنځته شوې چې له افغانستان او پاکستان څخه متحده ایالتونو ته د شرایطو وړ افغانانو د ځای پر ځای کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
۳ - زه څنگه کولی شم د بهرنیو چارو وزارت د CARE ډلې د ټیلفون له لارې اړیکه ونیسم؟
تاسو کولی شئ 18338390375+ ته زنګ ووهئ، د CARE کارکوونکيو سره خبرې وکړئ او معلومات ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ د 19562914571+ واټساپ شمېرې ته پیغامونه واستوئ او په ترڅ کې معلومات ترلاسه کړئ. په یاد ولرئ، تاسو د خپل هویت تصدیق کولو لپاره خپل بشپړ نوم، د زېږون نېټه او د موبایل شمېرې ته اړتیا لرئ. تاسو کولی شئ خپل اسناد د CARETravelData@state.gov برېښنالیک له لارې ته واستوئ.
۴ - زه مرکې ته چمتو یم، خو ما سره اړیکه نه ده نیول شوې، زه باید څه وکړم؟
تاسو کولی شئ خپل پاسپورټونه د CARETravelData@state.gov برېښنالیک له لارې واستوئ، بیا د CARE ټیم ټیلیفون ته انتظار وکړئ. تاسو کولی شئ د ټیلفون مرکز ته هم زنگ ووهئ ترڅو تصدیق کړئ چې تاسو د مرکې لیست کې یاست او که نه. که دوی درته وایي چې تاسو د مرکې لپاره چمتو نه یاست، تاسو باید د پورټل CEAC ته دننه شئ تر څو وگورئ چې ستاسو د کېس د پرمخ وړلو لپاره څه ته اړتیا ده.
۵ - د CARE ډلې یو ځل یې راسره اړیکه ونیوله او تر اوسه یې بیا راسره اړیکه نه ده نیولې؟
که له تاسو سره ټیلیفوني اړیکه ترلاسه نیول شوې وي، تاسو باید انتظار وکړئ تر څو CARE له تاسو سره بیاځلې اړیکه ونیسي، ستاسو کېس پر مخ بوځي او تاسو د الوتنې په راتلونکو لیستونو کې شامل کړئ. د لومړیتوب او د SIV کېس د مخینې پر اساس، دCARE ډله ځانگړو الوتنو په کارولو سره خلک قطر ته لېږدوي. څرنگه چې د غوښتونکو شمېر ډېر دی، دCARE ټیم هڅه کوي چې ستاسو د ځای پرځای کولو پروسه په غوره ممکنه طریقه ترسره کړي. په هر حالت کې، کېدای شي د لېږد بهیر د څو اونیو او میاشتو څخه تر یو کال ان دوو کلونو پورې وخت واخلي.
۶ - ولې د ځای په ځای کولو بهیر دومره وخت نیسي؟
د SIV، لومړي لومړیتوب (P-1)، دویم لومړیتوب (P-2) او درېیم لومړیتوب (P-3) په گډون ټول کېسونه د ډېرو فدرالي او امنیتي ادارو او د دوی له فرعي څانگو له ارزونې څخه تېرېږي، او همدارنګه هر یو یې خپل سېسټمونه او طرزالعملونه لري. د متحده ایالتونو حکومت وايي چې دوی د طرزالعملونو د ساده کولو په درشل کې دي. دوی هغه جدي ستونزې په گوته کوي او اسانتیاوې رامنځته کوي چې د دې ځنډ لامل شوي. د د غوښتنلیکونو او کېسونو دقیقې، بشپړې، او سمې څېړنې څخه ډاډ ترلاسه کول له ارزوونکو سازمانونو سره د ځنډ کمولو کې مرسته کوي.
۷ – تاسو ته د ټیلیفون او ستاسو الوتنې ترمنځ څومره وخت دی؟
که له تاسو سره اړیکه نیول شوې وي او درته ویل شوي وي چې تاسو د الوتنې لیست ته ور پېژندل شوي یاستئ نو په افغانستان کې د خپل سفر له همغږي کوونکي سره اړیکه ونیسئ او نور معلومات ترلاسه کړئ. که تاسو سره د پاسپورټ سپارلو یا سفر کولو دمخه د معلوماتو راټولولو لپاره اړیکه نیول شوې وي، دا په دې معنا نه ده چې تاسو د لېږد یا الوتنې لپاره غوره شوي یاست. همدارنگه، تاسو باید داسې فکر ونه کړئ چې ستاسو الوتنه به ژر ترسره شي، ځکه چې دا چاره کېدی شي لاهم څو میاشتې وخت ونیسي.
۸ - ایا د الوتنې لپاره د لېږد لیست او د اړیکې د مهال وېش په اړه نور لارښوونې شتون لري؟
داسې هېڅ مهال وېش نه شته چې ستاسو د الوتنې وخت وښیي. لېږد په مختلفو فکتورونو پورې اړه لري لکه د کډوالو مرکزونو کې دSIV، لومړي لومړیتوب (P-1)، دویم لومړیتوب (P-2)، درېیم لومړیتوب (P-3)، IV اوRefugee کېسونو شمېر، د کډوالو پنډغالي، د الوتکو او الوتنو شمېر او داسې نورو فکټورونو پورې اړه لري او تاسو خپل ژوند په داسې سفرونو پورې مه تړئ چې ممکن نږدې نه وي.
۹ - د کابل څخه د لېږد الوتنې په پام کې نیولو سره د امېدوارو ښځو د لېږد ډېره موده څومره ده؟
د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د پالیسۍ له مخې، د امیندوارۍ موده معمولاً د لومړي ځل لپاره د امیندوارۍ ۳۵مه اونۍ څخه وړاندې او همدارنګه د لومړي ځل امیندوارۍ څخه پرته بیا د ۳۳مه اونۍ څخه مخکې مېرمنې د الوتنې په لیست کې شاملوي، خو تاسو باید د الوتکو د شرکتونو اصول او محدودیتونه هم په نظر کې ونیسئ او هغه ته لومړیتوب ورکړئ.
۱۰- د لېږدونې الوتنې لپاره د ماشوم لږترلږه عمر څومره دی؟
یو ماشوم په طبي لحاظ د زېږون څخه دوه اونۍ وروسته د سفر کولو وړ دی. په هرصورت، په احتمالي ډول تاسو د کډوالۍ قضیه کې خپل ماشوم اضافه کړئ او بیا د کډوالۍ او الوتنې اړین اسناد CARE ته وسپاري، د الوتنې تایید ترلاسه کړئ او داسې نور.
۱۱- قطر ته د لېږد الوتنې په پام کې نیولو سره د امیندوارۍ ډېره موده څومره ده؟
د امیندوارۍ اعظمي موده کېدی شي د امیندوارۍ 28 اونۍ دمخه قطر ته د لیږد الوتنې په پام کې نیولو سره محدوده وي.
۱۲- که یو ماشوم له مور او پلار پرته پاتې شوی وي، څه کېږي؟
د CARE ټیم به د ماشومانو او والدینو د بیا یوځای کولو لپاره خپله هڅه وکړي، خو ماشوم نشي کولی په یو ځای کې پرته له پاملرنې څخه پاتې شي، نو مور او پلار یا سرپرست باید یو ټاکل شوي ځای ته لاړ شي څو د ماشوم راتګ ته انتظار وکړي او ماشوم سره پاتې شي.
۱۳- د پالل شویو ماشومانو یا زوی ولي ماشومانو د لېږد پروسه څه ډول ده؟
افغانستان اوس د اسلامي امارت له خوا اداره کېږي او د امارت قوانین د پالنې او زوی ولي اړوند مسایل په رسمیت نه پېژني، نو پالل شوي ماشومان بهر ته د لېږد کېدو پر شرایطو برابر نه دي.
۱۴- ایا په کابل کې خلک له سفر وړاندې د خپلو روغتیايي معایناتو پایلو ته لاسرسی لري؟
هو، ستاسو په غوښتنه، اړوند روغتیایی کلینیک باید تاسو یا نورو مسافرینو ته د روغتیایی معایناتو پایلې چمتو کړي.
۱۵- ایا زه کولی شم د خپل لېږد بهیر چټک کړم؟
نه، تاسو نه شئ کولی ستاسو د لېږد پروسه گړندۍ کړئ. خو معتبر نړیوال سازمانونه کولی شي له تاسو سره مرسته وکړي ترڅو د لېږد لیست کې شامل شئ او په ځینو مواردو کې ستاسو د لېږد بهیر گړندی کړي.
۱۶- څوک د IOM د الوتنې ټکټ فیس بیرته ورکولو مکلف دی او څوک نه دی؟
ټول هغه کسان چې د کډوالو کمپونه یا درېیم هېواد پرېږدي، اړ دي چې ځیني اسناد لاسلیک کړي او د خپل سفر د لګښتونو پیسې بېرته IOM ته ورکړي. دا باید په یاد ولرئ چې د لګښتونو د پیسو د بېرته ورکولو شرایط څو کاله دي.
د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) لخوا اداره شوي پروګرام له لارې په متحده ایالاتو کې د مېشته کډوالو د ځای په ځای کولو لګښت ورکوي. کډوال د IOM څخه له سود څخه پرته پورونه ترلاسه کوي څو د نورو هېوادونو څخه متحده ایالاتو ته د دوی د بیامېشتېدنې او د لیږد لګښت ورکړي.
د IOM د سفر د لګښت د ورکولو پروګرام بنسټیز اهداف دواړه مالي او بشري دي. مالي هدف د کډوالو د پور بېرته ورکول، د لېږد لګښت پوښل او متحده ایالاتو کې د بیامېشتېدنې لپاره د لګښت پوښل دی، چې په دې توګه ډېرو کډوالو ته د خدمت کولو اجازه ورکوي. بشردوستانه هدف دا دی چې د پورونو په بېرته ورکولو کې د کډوالو مالي برخه کې د دوی هوډ پیاوړې کوي څو د دوی مهاجرت بریالي وي، البته د پور بېرته ورکول د اعتبار په رامنځته کولو او د کورونو او موټرو د لګښتونو خوندي کولو کې مرسته کوي.
پاسپورټ
۱ - د افغانستان د پاسپورټونو او نورو مدني اسنادو په اړه څنګه معلومات واخلم او څنگه یې ترلاسه کړم؟
د افغانستان د پاسپورټ، تذکرې، د نکاح خط او نورو مدني اسنادو په اړه د هر ولایت په اړه په جلا جلا توگه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د "وپوښتئ" وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
۲- ایا افغانان د امریکا د حکومت لخوا د ځای پر ځای کېدو لپاره پاسپورټ ته اړتیا لري؟
هو! ټول کېس لرونکي پاسپورټ ته اړتیا لري. همدارنگه، د کورنۍ ټول غړي لکه ماشومان، نوي زېږېدلي ماشومان، نوي ځوانان او لویان پاسپورټونو او نورو مدني اسنادو ته اړتیا لري. د بهرنیو چارو وزارت د لېږد الوتنې (DOS) په گډون هېڅ مسافر نه شي کولی د اعتبار وړ پاسپورټ پرته سفر وکړي چې لږترلږه د سفر له نېټې څخه د ۶ میاشتو لپاره اعتبار و لري. دا هم مهمه نه ده چې ولې تاسو پاسپورټ نه لرئ یا نه شی ترلاسه کولی پاسپورټ ترلاسه کړئ (د بېلگې په توگه، د متحده ایالتونو سفارت ستاسو پاسپورټ ویجاړ کړی دی) یا تاسو د پاسپورټ ترلاسه کولو پر وخت د خونديتوب احساس نه کوئ. هرڅوک پرته له استثنا څخه یو باوري پاسپورټ ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د ۱۲ کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومانو ته معمولا له بایومیټریک پرته پاسپورټونه ورکول کېږي، لویان باید تل بایومتریک پاسپورټ ولري. د بایومتریک پرته پاسپورټونه معمولا د اعتبار وړ نه دي او خلک له سفر څخه منع کوي.
۳- پاسپورټ ولې مهم گڼل کېږي؟
په افغانستان کې د واکمنې ډلې د پرېکړې له مخې له افغانستانه د وتلو لپاره مسافرین باید پاسپورټ ولري او قطر هم د امریکا د حکومت له لارې د تگ راتگ لپاره پاسپورټ ته اړتیا لري. اوس مهال د پاسپورټ پرته د سفر کولو اسانتیا نه شته. له همدې امله، یو شخص باید پاسپورټ ترلاسه کړي یا د پاسپورټ پرته سفر ونه کړي.
۴ - ایا د تمدید ټاپه لرونکي افغان پاسپورټونه د لېږد لپاره د منلو وړ دي؟
قطر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د صادر شوي تمدید ټاپه سره پاسپورټونه مني، خو دا ټاپه باید د بهرنیو چارو وزارت د باصلاحیته چارواکو له خوا صادره شوې وي. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې پاکستان د افغان پاسپورټ تمدید ټاپه نه مني چې له پاکستان پرته په بل هېواد کې وهل شوې وي، خو د پاکستان په قوانینو او لارښوونو کې د پرله پسې بدلونونو له امله وړاندیز کېږي چې تاسو د منل کېدو یا نه منل کېدو موضوع په شخصي یا رسمي اداره کې معلومه کړئ. که تاسو د افغانستان څخه بهر د تمدید مهر د ترلاسه کولو په تمه یاست، نو د یو افغان په توگه د تمدید مهر ترلاسه کولو لپاره باید په هغه هېواد کې د افغانستان سفارت سره مشوره وکړئ چېرې چې تاسو میشت یاست، اړونده هوایي شرکت هم ممکن ستاسو سره مرسته وکړي.
۵- ایا یو AMCIT اوس هم په افغانستان کې د پاسپورټ د ختمېدو سره کولی شي خپل پاسپورټ نوي کړي؟
په افغانستان کې مېشت امریکايي وگړي چې د پاسپورټ د نوي کولو تکل لري کولی شي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د قونسلگرۍ د برېښنالیک AfghanistanACS@state.gov له لارې د مرستې لپاره غوښتنه وکړي.
د کډوالۍ ویزه
۱ - زه څنگه و پوهېږم چې زما کېس د مرکې لپاره چمتو ده؟
غوښتونکی د NVC څخه یو برېښنالیک ترلاسه کوي، په دغه ایمیل کې یادونه شوې وي چې ویزې ملي مرکز ټول اړین اسناد ترلاسه کړي او غوښتونکی د مرکې په انتظار دی. په ایمیل کې یادونه کېږي چې د SIV کېسونو لپاره، غوښتونکي DS-260 فورم لېږلی، اسناد منل شوي دي او غوښتونکی د مرکې لپاره چمتو دی؛ د IV کېسونه لپاره، غوښتونکي د I-864 فورم یا اړونده فورمه لېږلې، اسناد یې منل شوي او غوښتونکی د مرکې لپاره چمتو دی.
۲ - ایا زه باید خپله کېس بل سفارت ته ولېږدوم؟
غوښتونکی باید خپل کېس یوازې په هغه صورت کې بل سفارت ته ولېږدوی چی د مرکی لپاره په هغه سفارت کې د حاضرېدو تکل ولري. د CARE لېږدونې الوتنې لپاره، دوحې یا نورو اړوندو هېوادونو ته د کېسونه لېږدولو ته اړتیا نه شته.
۳- د امریکا د ویزې ملي مرکز (NVC) ماته برېښنالیک لېږلی او له ما څخه یې وغوښتل چې خپل کېس درېیم هېواد ته انتقال کړم، څه باید وکړم؟
کېدی شي تاسو ته په برېښنالیک کې یو یادداشت درکړل شوی وي چې تاسو خپل کېس بل هېواد ته انتقال کړئ، خو د دې برېښنالیک متن غوښتونکو ته په عمومي ډول لېږل کېږي. د CARE ټیم او NVC په ګډه سره کار کوي څو خپل برېښنالیک په معیاري ځوابونو نوي او غوښتونکو ته غوره ځوابونه چمتو کړي څو د غلط فهمۍ مخه ونیسي.
غوښتونکی باید خپل کېس بل سفارت ته یواځی په هغه صورت کی ولېږدوی چې د مرکې لپاره په هغه سفارت کی ��اضر شي. د CARE لخوا د ل��ږد الوتنې لپاره د کېس لېږدولو ته اړتیا نشته. په حقیقت کې، غوښتونکی باید دا کار ونه کړي.
که تاسو قضیه پخپله دوحې ته انتقال کړئ، CARE کېدی شي تاسو د الوتنې په لیست کې شامل نه کړي او ګومان به وکړي چې تاسو په قطر یا بل هېواد کې د متحده ایالاتو سفارت ته د خپلو شخصي منابعو په کارولو سره ځئ.
۴ - د CARE څنگه پوهېږي چې زما کېس د مرکې لپاره چمتو ده؟
د CARE د کېسونو مدیریت سېسټم په اوتومات ډول اپډېت کېږي کله چې کېس مرکې ته چمتو وي، ډېری وختونه د درېیو اونیو ځنډ سره معلومات نوي کېږي. نو اړتیا نشته چې CARE ته زنګ ووهئ کله چې ستاسو قضیه د مرکې لپاره چمتو وي، یو څوک به د راتلونکو ګامونو او د ځای په ځای کولو لپاره تاسو سره په اړیکه کې شي.
۵- که چېرې د AMCIT/LPR د کورنۍ نږدې غړی مړ شي، ایا هغه لاهم د I-130 کډوالۍ ویزې لپاره د غوښتنلیک سپارلو پر شرایطو برابر دی؟
که ستاسو کېس لاهم په USCIS کې وي، په دې معنا چې لومړنی غوښتنلیک لا تر اوسه نه دی منل شوی، تاسو باید د USCIS سره اړیکه ونیسئ.
که چېرې غوښتونکی ژوندملگری (مېړه یا مېرمن) وي او د (AMCIT/LPR) د مړینې په اړه د بهرنیو چارو وزارت لخوا خبر ورکړل شي نو د I-130 غوښتنلیک به په اتوماتيک ډول د I-360 غوښتنلیک ته بدل شي او پر شرایطو برابر ماشومان به هم په اتومات ډول په کېس کې شامل شي.
که چېرې غوښتونکی مېرمن یا مېړه نه وي، د بهرنیو چارو وزارت باید USCIS ته د بشردوستانه غور لپاره یوه غوښتنه واستوي. په دې صورت کې به اړوند هېواد کې د امریکا د متحده ایالتونو د سفارت مرستې ته اړتیا وي.
۶ – آیا د ویزې تر مرکې وړاندې باید روغتیايي معاینات وشي؟
په عمومي توگه هو! خو د متحده ایالتونو دولت په پاکستان کې د SIV غوښتونکو لپاره یو استثنا په پام کې نیولې چې کولی شي تر مرکې وروسته خپل روغتیايي معاینات بشپړ کړي. ډېری کېسونه "اداري پروسس" ته ځي او ممکن وخت ونیسي. د مرکې څخه مخکې، روغتیایی معاینات ترسره شي ممکن په څو میاشتو کې پای ته ورسېږي او باطل شي.
هغه غوښتونکي چې روغتیايي معاینې ته انتظار باسي باید د مرکې په جریان کې د قونسلگرۍ افسر څخه پوښتنه وکړي کله چې ورته سپارښتنه کېږي چې روغتیايي معاینات وکړي. په هر حالت کې، د ویزې د صادرولو لپاره د سفارت لپاره روغتیایي معاینات اړین دي.
۷ - زما ویزه منظوره شوې، خو زما روغتیايي معاینات ختمېدو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، څه باید وکړم؟
روغتیایی معاینات د ۶ میاشتو وروسته پای ته رسېږي، نو دا یوازې تر شپږو میاشتو پورې د اعتبار وړ دي. د بېلگې په توگه، که تاسو د جنوري په لومړۍ نېټه روغتیايي معاینه لرئ، د جون پر ۳۰مې نېټې پای ته ورسېږي. له همدې امله، که ستاسو ویزه د جون په ۲۸مه صادره شي، دا به یوازې د دوو ورځو لپاره اعتبار ولري.
په دې برخه کې، درې ممکنه حلونه شتون لري، چې موږ یې لاندې بحث کوو:
اول - د بېړنی حالت او د الوتنې سیټونو ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره سمدستي IOM سره اړیکه ونیسئ. د دوی د ځواب ویلو وخت معمولا لږترلږه دوه اونۍ وي، نو دا ممکن بریالۍ هڅه نه وي.
دویم - متحده ایالتونو ته د الوتنو لپاره پخپله پیسې ورکړئ او متحده ایالتونو ته له ننوتلو وروسته، د بیامېشتېدنې ادارې ته لاړشئ او د هغه لگښتونو غوښتنه وکړئ چې د کډوالۍ د ځانگړو ویزو یا نورو ویزو لرونکو د بیامېشتېدنې لپاره دي.
درېیم - نوې روغتیايي معاینه ترلاسه کړئ او بیا نوې ویزه ترلاسه کړئ او د IOM لخوا تایید ته انتظار وکړئ.
د کډوالۍ ځانگړې ویزه (SIV)
۱- صادر شوي (Issued) SIV څه معنا لري؟
صادر شوی معنا دا ده چې شخص د ارزونې ټول پړاوونه بشپړ شوي او یوازې فزیکي ویزې ته اړتیا ده چې د غوښتونکي په پاسپورټ کې ولگول شي.
په صادر شوي SIV ویزه کې، شخص ټول روغتیا، امنیتي او اداري پړاوونه بشپړ کړي او تیر کړي. د صـــادر شوي (Issued) توکي په عامه توگه د CEAC پورټل کې څرگندېږي.
روغتیایی معاینات یوازې د ۶ میاشتو لپاره اعتبار لري. که چېرې له روغتیايي معاینې څخه د ۶ میاشتو څخه ډېر وخت تیر شي، غوښتونکی ممکن د ویزې صادرولو دمخه نوي روغتیايي معاینې ته اړتیا ولري. دا په هغو ویزو هم تطبیق کېږي چې دمخه صادرې شوې وي. که چېرې غوښتونکی د ویزې له پای ته رسېدو دمخه متحده ایالتونو ته نه وي ننوتی، چې معمولا د روغتیايي معاینې بشپړېدو نېټې څخه ۶ میاشتې وروسته وي، ویزه باید بیا چاپ شي.
۲- د CEAC په وېبپاڼه کې "READY" پیغام څه معنا لري؟ ایا دا په دې معنا ده چې تاسو سفر ته چمتو یاست؟
د CEAC په وېبپاڼه کې چمتووالی په دې معنا دی چې غوښتونکی د مرکې لپاره چمتو دی.
۳- په CEAC پورټل کې د "REFUSED" څه معنا لري؟
رد شوې "REFUSED" ویزه په دې معنا ده چې غوښتونکي د ویزې اړوند د قونسلگرۍ افسر رضایت لپاره هغه څه چې د متحده ایالتونو د قانون له مخې غوښتل شوي نه دي وړاندې کړي. دا د کېسونه د اسنادو ارزونې یوه عادي برخه ده چې ډېری غوښتونکو ته پېښېږي. دا کېدای شي په دې معنا وي چې غوښتونکی د دایمي یا لنډمهال لپاره وړ د ویزې د صدور وړ نه دی. په هرصورت، کېدی شي یوه ویزه چې د تل لپاره رد شوي "اداري رد" په حالت کې وي، تر بریالۍ مرکې وروسته د لنډمهاله رد حالت ته لاړه شي. د مرکې څخه وروسته، د ویزې د صادرولو دمخه باید امنیتي او روغتیايي ارزونې بهیر بشپړ شي. د دې دورې په جریان کې، کېس په "اداري ارزونې" کې ده تر هغه چې ټول اسناد له اړونده قوانینو سره سم تنظیم شي.
۴- ایا رد شوی کېس (REFUSED) په الوتنه کې شامل کېدی شي؟
دا د رد شوي کېس (REFUSED) په ماهیت پورې اړه لري. داسې شرایط شتون لري، لکه د طبي معاینې نشتوالی، چې د الوتنې په لیست کې د شاملېدو مخه نه نیسي. که په نورو کېسونو کې د امنیت یا درغلۍ اندېښنې شتون ولري چې نورو تحقیقاتو ته اړتیا لري، د لېږد څخه به یې تر ستونزې د حل کېدو پورې مخنیوی وشي. که چېرې د کورنۍ کوم غړی له تاسو سره سفر نه کوي، د بهرنیو چارو وزارت باید تاسو ته ووایي چې ایا تاسو کولی شئ د الوتنې په لیست کې شامل کېږئ او که نه.
۵- رد شوی کېس (REFUSED) لغوه کېدی شي؟
هو! که چېرې یو غوښتنلیک رد شي او د قونسلگرۍ افسر په ځانگړې توگه غوښتونکي ته ووایي چې د فورم له لارې اضافي اسناد یا معلومات چمتو کړي، غوښتونکي باید سمدستي اړوند فورم ډک کړي او د قونسلگرۍ افسر ته یې وسپاري.
د قونسلگری افسر فکر کوي چې د ویزې صادرولو لپاره نورو معلوماتو ته اړتیا ده، ممکن د نورو معلوماتو غوښتنه وکړي. که چېرې د قونسلگرۍ افسر ویزه رد کړي خو د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړي، غوښتونکی د اضافي معلوماتو چمتو کولو لپاره د ویزې د رد کېدو نېټې څخه یو کال وخت لري. که نه نو، که غوښتونکی د یو کال په اوږدو کې اړین اضافي معلومات چمتو نه کړي، غوښتونکی باید د ویزې لپاره بیا غوښتنه وکړي او د بل غوښتنلیک فیس ورکړي.
که چېرې غوښتنلیک رد شي او د قونسلگرۍ افسر په گوته کړي چې اداري ارزونه اړینه ده، د ارزونې وختونه د انفرادي شرایطو پراساس توپیر کولی شي. که چېرې د غوښتونکي وضعیت یو ځانگړی مشکل یا ستونزه وړاندې کړي، نو غوښتونکی باید هغې قونسلگرۍ څانگې ته خبر ورکړي چېرې چې د ویزې غوښتنه شوې.
که چېرې یو غوښتنلیک د روغتیايي معاینې له امله رد شي، د هغې د بریالي کولو څرنگوالي په اړه به نور معلومات وړاندې شي. ډېری وختونه د افغانانو لپاره، د توبرکلوز یا TB شکمن یا مثبت ازمېښت پایله ده. د مثبتې پایلې ډول پورې اړه لري، د توبرکلوز یا TB د مثبت ازمېښت د بریالي کولو لپاره ځانگړي پروتوکولونه شتون لري.
۶- یو افغان چې زه ورسره مرسته کوم څو میاشتې وړاندې د SIV غوښتنه رالېږلې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی، ولې؟
د ویزې ملي مرکز (NVC) د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پورې د احتمالي غوښتونکو څخه ټول پاتې برېښنالیکونه ارزولي دي. د ویزې ملي مرکز اوس فعال دی او ټولو برېښنالیکونو ته ځواب ورکوي.
ترلاسه شوي برېښنالیکونه به په ۱۰ یا لږو کاري ورځو کې ځواب شي. د SIV غوښتنلیکونه ارزول کلونه وخت نیسي، او د بهرنیو چارو وزارت اټکل کوي چې په منځني ډول د کېسونو ارزونې لپاره لږترلږه ۱۳ میاشتې وخت نیسي.
۷- یو افغان چې زه ورسره مرسته کوم د ویزې ملي مرکز (NVC) کې د SIV کېس لري او ما غوښتنه کړې چې بل سفارت ته ولېږدول شي، ولې ځواب نه ترلاسه کوم؟
که کېس لاهم په NVC کې وي، د کېسونو د لېږد غوښتنه کول لا ډېر وختي دی. یوازې هغه خلک چې د سفارت شمېره لري، د بیلگې په توگه د KBL شمېره لري، نو کېس بل سفارت ته لېږدولی شي. کله چې کېس د سفارت لخوا صادر شوي د کېسونه شمېره ولري، تاسو کولی شئ بل سفارت ته د کېس د لېږد غوښتنه وکړئ.
۸- اوس په کابل کې د امریکا سفارت فعال نه دی، نو د KBL ولې صادرېږي؟
لاهم په کابل کې د سفارت نه شتون سره سره د KBL شمېرې صادروي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته امریکا په کابل کې خپل سفارت قطر ته انتقال کړ. د یادولو وړ ده چې پورته یاد شوی سفارت اوس هم زیانمنونکو افغانانو ته اړوند خدمات وړاندې کوي، خو نه له کابل څخه، بلکې له قطر څخه.
۹- که د SIV غوښتونکی مرکې ته حاضر نه شي، څه باید وکړي؟
د SIV یو غوښتونکی چې مرکه له لاسه ورکوي او مخکې یې خبر ورکړی وي د مرکې له لاسه ورکولو لپاره به جریمه نه شي. تاسو باید مخکې له دې سفارت سره اړیکه ونیسئ او غوښتنه وکړئ چې سفارت د مرکې وخت بدل کړي.
که چېرې غوښتونکی دمخه مرکه له لاسه ورکړې وي، بیا هم باید په سفارت کې قونسلگرۍ برخې ته ولیکي چې ولې یې د مرکې وخت له لاسه ورکړ. که غوښتونکی اړتیا ولري خپله کېس بل سفارت ته انتقال کړي، هغه کولی شي د NVC څخه د کېس د لېږد غوښتنه وکړي.
۱۰- هغه افغان چې زه ورسره مرسته کوم، ولې یې کېس درېیم هېواد کې د متحده ایالتونو سفارت ته سپارل شوې ده، چې د هغه د سپارلو غوښتنه یې نه ده کړې؟
د دوحې، اسلام آباد او البانیې په استثنا، چې کله هم په دې اړه څېړنه شوې ده، رښتیا دا دي چې غوښتونکی یا د دوی په استازیتوب چا د کېسونه د لېږد غوښتنه ډېره موده مخکې کړې او یا یې هېره کړې او یا یې د وخت په تېرېدو گومان کوي چې د ډېرې مودې په تېرېدو یې غوښتنه د اعتبار وړ نه ده بلل شوې. یاد مو وي چې، کېسونه د حکومت لخوا نه لېږدول کېږي پرته لدې چې د غوښتونکي لخوا يې غوښتنه شوې وي.
دوحې(DOHA) ته د کېسونو لېږد یوه استثنا ده، کوم چې د متحده ایالتونو حکومت لخوا اداره کېږي او بیا قطر ته ستاسو لېږد تنظیموي. که په کابل کې د SIV کورنۍ په دې وروستیو کې ماشوم ولري او د CARE/Consular Affairs سره اړیکه ونیسي ترڅو ماشوم د دوی په کېس کې اضافه کړي، کېس به دوحې (DOHA) ته لېږدول کېږي ځکه چې د CA ټیم هغه دی چې ماشوم ارزوي او کېس باید لېږدول شي. اوسېدل د دې کولو لپاره دوحې (DOHA) ته د کېس لېږد د اندېښنې وړ نه دی ځکه چې غوښتونکې کورنۍ لاهم د کېس د پرمخ وړلو د ارزونې لپاره له کابل څخه دوحې ته د الوتنې وړ ده.
۱۱- د USCIS لخوا څه وخت کې د ماموریت مشر (COM) د رد او بیاکتنې د غوښتنې ارزونه کېږي؟
د USCIS اداره د COM غوښتنلیکونو د رد او استیناف غوښتنې بیاارزونه نه کوي، ځکه دا مسؤلیت په بهرنیو چارو وزارت یا DoS کې افغانانو د SIV ډلې لخوا ترسره کېږي. د چارې د چټکتیا لپاره ترټولو لوی فاکتور د اړینو معلوماتو ژر بیا لېږل دي چې ممکن "رد" په مخنیوي کې مرسته وکړي.
۱۲- د The Rabbit Project څه شی دی او زه یې باید ولې وکاروم؟
د The Rabbit Project هڅه کوي د افغان SIV غوښتونکو سره مرسته وکړي څوک چې نه شي کولی خپل کارځای ومومي یا د گمارنې تصدیق لیکونو یا سپارښتنې لیکونو (LOR) ترلاسه کولو لپاره له پخوانیو کارکوونکو سره اړیکه ونیسي. د The Rabbit Project د بهرنیو چارو وزارت سره د SIV په پروگرام کې د دفاع وزارت (DoD) قراردادیانو او د بشري منابعو (HR) معلوماتو او د کار معلوماتو سمون کې مرسته کوي. دا پروژه یوازې د SIV له هغو افغان غوښتونکي سره د گډون کونکو گمارونکو لپاره یې کار کړی د کارموندنې تصدیق ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
اوس مهال، د دفاع وزارت د متحده ایالتونو یوازینۍ دولتي اداره ده چې په د The Rabbit Project کې برخه اخلي، او د دفاع وزارت په ابتدايي توگه د امریکایي او اروپایي کارکوونکيو سره کار کوي. که کوم غوښتونکی د COM د نورمال تایید بهیر له لارې د خپلو کارکوونکيو تایید ترلاسه کولو کې ستونزه ولري، د افغانستان لومړني قراردادیان باید KabulSIVVerifications@state.gov اړیکه ونیسي.
۱۳- د SIV غوښتونکي چې ماشومان یې په درېیم هېواد کې زېږېدلي وي، کوم پړاوونه باید بشپړ کړي څو د دوی ماشومان تذکرې او پاسپورټ ترلاسه او د دوی سره په ګډه سفر وکړي؟
NVC د دې اسنادو د نه شتون دلایل مني او د هغو ماشومانو لپاره چې په درېیم هېواد کې زېږېدلي دي، د نورو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي د بهرنیو چارو وزارت لارښوونې ته مراجعه وکړي.
۱۴- څنګه یو ماشوم خپلSIV کېس کې اضافه کړم؟
که ستاسو کېس لاهم په NVC کې وي، د ماشوم د زېږونکارت د ویزې ملي مرکز (NVC) ته د NVCSIV@state.gov برېښنالیک له لارې واستوئ. کله چې NVC ماشوم په کېس کې شامل کړ، تاسو کولی شئ په الکټرونیکي کونسلي غوښتنلیک مرکز (CEAC) کې د ماشوم لپاره د DS-260 ویزې غوښتنه وکړئ.
که چېرې توکي د KBL یا ISL شمېره ولري، د ماشوم لپاره د زېږونکارت او پاسپورټ (که شته وي) د CARE تماس مرکز ته د ماشوم اضافه کولو لپاره د CARETravelData@State.gov برېښنالیک له لارې واستوئ او د KBL یا ISL شمېرې د برېښنالیک په موضوع کې ولیکئ.
۱۵- د SIV لپاره د لومړني غوښتونکي لپاره لږ تر لږه عمر څومره دی؟
په دې برخه کې د عمر کوم ځانگړي شرایط شتون نه لري، که څه هم د ۱۸ کلونو څخه کم عمر باید وڅېړل شي او له ۱۸ څخه کم عمر لرونکي لپاره به د SIV مشتقات په پام کې ونه نیول شي. کار ورکوونکی باید لاهم د پاموړ شخص گمارنه تایید کړي. ټول شرایط د هر عمر غوښتونکو لپاره پلي کېږي.
۱۶- ایا د کار زده کونکي د SIV لپاره د غوښتنلیک سپارلو پر شرایط برابر دي؟
هغه روزونکي چې د یو کال معاش لپاره یې خدمت کړی وي او ټول شرایط یې پوره کړي وي، د دغه پروگرام لپاره وړ دي.
۱۷ - که د SIV لومړنی غوښتونکی د ویزې تر صادریدو دمخه مړ شي، ایا د هغه مېرمن یا مېړه یا ماشوم له دې کېسونه څخه گټه پورته کولی شي؟
هو! د ۲۰۲۲ د جولای ۲۰مې څخه مخکې، د اصلي غوښتونکي مېرمن م یا مېړه یا اولادونه یوازې هغه وخت غوښتنلیک ته دوام ورکولی شي چې اصلي غوښتونکي د COM لپاره غوښتنلیک سپارلی وي. د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ وروسته، مېرمن یا مېړه او ماشومان کولی شي د COM غوښتنلیک او د DS-157 فورمه ډکه کړي تر هغه چې د اصلي غوښتونکي له مړینې مخکې له هغه سره د (مېړه یا مېرمن یا ماشوم) اړیکه ولري.
۱۸- که چېرې غوښتنلیک د جعلي اسنادو د سپارلو له امله د COM لخوا رد شي، ایا د SIV غوښتونکی د بیاځلي کتنې لپاره نوي اسنادو سپارلو، د SIV نوي کېس ته او یا د P1 او P2 کېسونو ته د غوښتنلیک ورکولو څخه منع دي؟
غوښتنلیک ورکوونکي تل کولی شي د غوښتنلیک د رد کېدو په صورت کې د بیاځلي کتنې غوښتنه وکړي یا COM ته نوی غوښتنلیک وسپاري. NVC باید د غوښتنلیک په ګډون د پخوانیو معلوماتو په اساس COM ته د غوښتنلیک منلو څخه انکار ونه کړي، خو د جعلي اسنادو د سپارلو ریکارډ لاهم شتون لري او هغه له SIV سره دي چې دا ټول د COM تایید پرمهال په پام کې نیول کېږي.
که نوی غوښتنلیک د ورته جعلي اسنادو سره مل وي، نو غوښتونکي به احتمالاً ورته پایله ترلاسه کړي، خو ځواب به هغه وخت بدل شي چې نور نوي اسناد وړاندې کړي او پر مخکنیو اسنادو بریالي وشي. که غوښتنلیک د مختلف مسلک یا اسنادو پراساس وي، خو کله چې یو ځل جعلي اسناد موندل شوي وي، وروسته هم د نورو مسلکونو یا اسنادو په اساس غوښتنلیک بیا هم پخواني اسناد په نظر کې نیول کېږي.
همدارنګه، د P1 او P2 کېسونو په برخه کې انکار، جعل، او درغلۍ هم د USRAP له اصولو سرغړونه ګڼل کېږي. په حقیقت کې، په داسې قضیو کې، شخص د USRAP لپاره پر شرایطو برابر نه دی. که جعل او درغلۍ وموندل شي، دا کولی شي په نورو کټګوریو کې د ویزې وړتیا لړ شرایط هم اغیزمن کړي.
د کورنۍ د غړو سره یوځای کېدل
۱- که یوه کورنۍ د ۲۰۲۱ کال د اگست په میاشت کې د پوځي تخلیې د ماموریت پر مهال جلا شوې وي او اصلي غوښتونکی اوس په متحده ایالتونو کې د بشردوستانه ویزه ولري، د خپلې کورنۍ د غړو د پیوستون لپاره باید کوم کېس وړاندې کړي؟
د کورنۍ د غړو د یوځای کېدو په اړه د وروستي معلوماتو لپاره، د "وپوښتئ" ویبپاڼې څخه لیدنه وکړئ.
۲- که چېرې د USRAP اصلي غوښتونکی په درېیم هېواد کې وي او کورنۍ یې لاهم په افغانستان کې وي، څه کېږي؟
د دې په پام کې نیولو سره چې اصلي غوښتونکی له افغانستان څخه بهر دی، د کورنۍ د یوځای کېدو کېس پیل کېدی شي، خو هیڅ تضمین شتون نلري چې د کورنۍ غړي به هرومرو بېرته یوځای شي. د کورنۍ لپاره دا غوره ده چې یوځای وي، سره نږدې وي او د دوی د کېس او کډوالۍ ټول پړاوونه سره یوځای بشپړ کړي.
۳- د متحده عربي اماراتو د بشردوستانه کمپ (EHC) افغانانو یو ځانګړی رنګ لرونکی بند ترلاسه کړی، دا څه معنا لري؟
د لاس بند د یو کس د کډوالۍ یا ځای پرځای کېدو حالت په اړه هېڅ معنی نه لري. لاس بندونه کېدی شي په تېرو میاشتو کې د افرادو د لومړني سکرینینګ برخې په توګه توزیع شوي وي، خو دا د متحده ایالاتو حکومت لخوا نه و ترسره شوي او د متحده ایالاتو په حکومت کې د فرد د قضیې حالت نه په ګوته کوي.
۴- ایا دا ممکنه ده چې افغانان له لمسیانو، خویندو، ورونو، نیکونو، خویندو او نورو سره امریکا ته ولاړ شي؟
نه، د بهرنیو چارو وزارت کولی شي یوازې ستاسو د کورنۍ (لومړۍ درجه کورنۍ) غړي ځای په ځای کړي، چې ستاسو د ژوندملگري (مېړه یا مېرمن) په توگه پېژندل شوي وي او له ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان پکې شاملېږي. په هرصورت، AMCITs کولی شي خپل بیولوژیکي والدین په متحده ایالتونو ته ور وغواړي.
۵- د متحده عربي اماراتو په بشردوستانه کمپ (EHC) کې مېشت AMCIT خویندې ورونه متحده ایالتونو ته د کډه کېدو پر شرایطو برابر دي؟
نه! دوی متحده ایالتونو ته د تگ یا ننوتلو وړ نه دي. دوی باید د تگ لپاره بل هېواد ومومي. یوځل چې د دوی د I-130 کېس ثبت شي، دوی کولی شي د هغه هېواد په سفارت کې د کډوالۍ پروسه بشپړه کړي چې دوی ور ځي.
پاکستان
۱- په اسلام اباد کې د امریکا له سفارت سره څنگه اړیکه ونیسم؟
د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) لرونکي د islamabadafghansiv@state.gov برېښنالیک له لارې او هغه کسان چې د کډوالۍ نور کېسونه لري، کولی شي د islamabadivinquiry@state.gov برېښنالیک له لارې په اسلام اباد کې د متحده ایالتونو سفارت سره اړیکه ونیسي.
تاسو باید په اسلام اباد کې د متحده ایالتونو له سفارت سره هغه مهال اړیکه ټینگه کړئ تاسو د مرکې په پړاو کې اوسئ او د ISL شمېره و لرئ، دا کېس د KBL څخه ISL ته لېږدول شوی وي.
۲- ایا زه باید په اسلام اباد کې د خپلو روغتیایی معایناتو لپاره پیسې ورکړم؟
هو! غوښتونکي باید له CAS پرته د روغتی��يي معایناتو لپاره پیسې په اسلام اباد او د نړۍ په بل هر ځای کې پخپله پرې کوي. په هرصورت، په اسلام آباد کې د روغتیايي معایناتو لپاره غوښتونکي کولی شي د CARE ټیم سره اړیکه ونیسي څو د ازموینې لپاره همغږي او پیسې ورکړي.
په اسلام اباد کې د متحده ایالتونو د سفارت د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د لویانو لپاره فیس ۳۷۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې او له ۱۶ کلونو څخه کم عمر ماشومانو لپاره ۵۷۰۰۰کلدارې دي. دا د ماشومانو لپاره ډېر گران دی ځکه چې ماشومان معمولا ډېر واکسین ته اړتیا لري. که چېرې د واکسین کولو ثبوت وړاندې نه شي یا د هویت تثبیت نه وي شوی، بیا واکسین کول ممکن اړین وي.
۳- په داسې حال کې چې زما ویزه په پاکستان کې ارزول کېږي، متحده ایالتونه زما د خوړو، استونگنځي او نورو اړتیاوو لگښت راکوي؟
نه، په داسې حال کې چې تاسو د خپلې ویزې ارزونې ته انتظار کوئ، د متحده ایالتونو حکومت به له تاسو سره په پاکستان یا بل کوم ځای کې د CAS پرته په نورو لگښتونو کې مرسته و نه کړي. تاسو باید د خپلې مالي بسیاینې وړتیا ولرئ او دا د یادولو وړ ده چې د ویزې ازونه لپاره ممکن څو میاشتې وخت ونیسي.
که څه هم غوښتونکي چې د CARE ټیم لخوا اسلام آباد ته لېږدول شوي، په پاکستان کې د ویزې د پړاوونو د بشپړه کېدو پورې د متحده ایالاتو دولت به ستاسو د استوګنې، خواړو او نورو لپاره پیسې ورکړي.
۴- زه څنګه کولی شم د IOM سره د ډاډ او متحده ایالاتو ته الوتنې په تړاو اړیکه ونیسم؟
د SIV لرونکي چې سفر ته چمتو دي باید SIV_OPE@iom.int ته برېښنالیک واستوي څو د پناه غوښتنې ګټې غوره او تصدیق یې کړي او له IOM څخه وغواړي چې د دوی سفر تنظیم کړي. د بیامېشتېدنې ادارې او د متحده ایالاتو دولت په ګډه سره کار کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې بیامېشتېدونکي د کور او کار امکاناتو او نورو کلیدي فاکټورونو له اسانتیاوو ډاډ سره یو ځای امریکې ځي څو د دوامداره او بریالي بیامېشتېدنې ته زمینه برابره وي.
USRAP
۱- ډېری سازمانونه خپل کارکوونکي د P1 او P2 لپاره راجع کړي خو هېڅکله یې د USRAP څخه څه نه دي اورېدلي، دوی باید څه وکړي؟
لومړی، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو او ستاسو سازمان یا دفتر په حقیقت کې د P1 یا P2 لپاره راجع کولو لپاره پر شرایطو برابر یاست. ډېری وختونه، د دې دلیل چې یو څوک د راجع کولو په اړه نه دي اورېدلي، دا ځکه چې دوی یا سازمان د راجع کولو پر شرایطو برابر نه دي. هغه شرکتونه چې د P2 راجع کولو هڅه کوي باید د متحده ایالاتو د دولت له هغه اړوندې ادارې څخه د راجع کولو غوښتنه وکړي چې د قرارداد لپاره یې پیسې ورکړې یا یې نظارت کړې. شرکت پخپله نشي کولی کارکوونکي مستقیم USRAP ته راجع کړي.
که تاسو د متحده ایالاتو د دولت کارکوونکی یاست چې P1 یا P2 ته راجع شوي یاست او ځواب مو نه دی ترلاسه کړی، تاسو باید د USRAP اړوندې څانګې سره اړیکه ونیسئ. که تاسو په متحده ایالاتو کې مېشته د رسنیو سازمان یا نادولتي موسسې کارکوونکی یاست چې د P2 د راجع کولو شمېره لرئ، تاسو باید په مستقیم ډول د USRAP سره تعقیب کړئ.
۲- افغان USRAP ریفريان چې د USCIS لخوا په ټوله نړۍ کې ورسره مرکې شوي دي، ایمیلونه یې ترلاسه کړي چې د دوی کېس ځنډول شوی، دا څه معنا لري؟
برېښنالیک په USRAP کې معیاري کړنلاره ده، په دې معنا چې په دې قضیه کې ډېرې څېړنې ترسره کېږي. دا ډول برېښنالیک په دې معنا نه دی چې کېس رد کېږي ، خو تاسو باید د قضیې په اړه د تحقیقاتو بشپړېدو لپاره تر نورو ډېر انتظار وکړئ.
۳- ولې په افغانستان کې د دفاع وزارت د قراردادیانو وړاندیزونه نه منل کېږي؟
د امریکې تل همدا پالیسي وه او په کې بدلون نه دی راغلی. د پخوانۍ دندې موده کولی شي یو افغان د دفاع وزارت پام ځانته راواړوي، خو دا د دفاع وزارت مستقیم استخدام شرایطو ته اړتیا لري چې د P1 لپاره یې وړاندیز وکړي.
که د دفاع وزارت کولی شي د قراردادي سره استخدام تایید کړي، دوی کولی شي د P1 پر ځای P2 ته مراجعه راجع شي. د P1 راجع کولو یا د دې معیارونو په اړه هېڅ عمومي معلومات شتون نه لري، ځکه چې دا د متحده ایالاتو دولت راجع کولو لپاره دي، نه د عامه پوهاوي لپاره.
۴- که چیرې د P1 یا P2 لپاره راجع کوونکی د ARR شمېره ترلاسه کولو دمخه مړ شي، څه کېږي؟
که چېرې کارکوونکي وړاندې راجع شوي وي، بیانو د ارزونې بهیر دوام لري. که چېرې هغه څوک چې راجع کوونکی و او د ARR شمېرې وړاندې کولو دمخه مړ شوی وي، افغان غوښتونکی باید بل کس ومومي چې USRAP ته یې راجع کړي.
كه چېرته له راجع کولو څخه مخكې د كورنۍ غړي په کېس شامل وي او اصلي غوښتونكى مړ شي، د كورنۍ غړي كولى شي کېس ته دوام وركړي.
۵- ایا "د کار زده کوونکی" سرلیک په USRAP کې د P1 یا P2 راجع کولو لپاره د یو چا پر وړتیا او شرایط اغیزه کوي؟
د کار زده کوونکی د دوی د کاري اړیکو د ماهیت له امله د P2 لپاره وړ نه دي، خو کېدی شي د P1 لپاره پر شراطو برابر وي. د شرایطو اړتیاوې دا دي چې دوی باید د سازمان د کارکوونکو برخه وي، ګټې ترلاسه کړې وي او د نورو کارکوونکو په څیر ورته اصول او مقررات تعقیب کړی وي.
۶- که چېرې یو کس د USRAP څخه د ARR شمېره او د ګوګل فورمه ترلاسه کړي، دا په ګوته کوي چې دوی په یو هېواد کې دي او بیا بل هیواد ته ځي، ایا دوی کولی شي خپل ځای اپډیت کړي؟
د بیامېشتېدنې ملاتړ مرکزونه (RSCs) سیمه ایز دي، نو ډېری هېوادونه کې RSC شتون لري. که دوی دمخه په خپله سیمه کې د RSC سره په تماس کې وي او د ورته RSC دننه بل ځای ته تللي وي، دوی باید RSC ته د دوی په سیمه کې د دوی نوي موقعیت په اړه خبر ورکړي. که دوی په یوه نوي سیمه کې یو نوی هېواد ته ځي، دوی باید د اړوند هېواد نوي RSC سره اړیکه ونیسي. که دوی لا دمخه د RSC سره په تماس کې نه وي، دوی باید د ترلاسه شوي لومړني Google فورم ته نوی ځواب وسپاري.
۷- ایا له درېیم هېواد څخه افغانستان ته راستنېدل په داسې حال کې چې غوښتونکي د RSC د کار پیل کېدو ته په تمه وي، د USRAP سره کېس باطل کوي؟
افغانستان ته راستنېدل، یو کېس په اتومات ډول نه باطلوي، خو دوه پیچلې مسلې پکې شاملې دي. که چېرې غوښتونکی په خپله خوښه بېرته افغانستان وګرځي، دا کولی شي د شخص د تعقیب او ځورونې ادعا د اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کړي. همدارنګه، هغه کسان چې موجوده کېس لري او هېواد ته راستانه شوي په عمومي ډول د CARE د ځای پرځای کولو مرستې پر شرایطو برابر نه دي.
۸- څوک د P3 لپاره پر شرایطو برابر دی؟
په متحده ایالاتو کې کس یا د کورنۍ غړی باید یو پناه غوښتونکی یا کډوال وي چې په تېرو ۵ کلونو کې متحده ایالاتو ته داخل شوی وي. د کورنۍ هغه غړی چې په متحده ایالاتو کې یې غوښتنه کوي باید په متحده ایالاتو کې د کډوال یا پناه غوښتونکي مېرمن وي، ماشومان یې وي چې د غوښتنلیک سپارلو په وخت کې یې عمر له ۲۱ کلونو څخه کم وي او یا د کډوال یا پناه غوښتونکي مور او پلار وي او هغه هم باید د افغانستان څخه بهر د کډوالو په توګه راجسټر شوي وي. دا کومه ستونزه نده که ماشوم وروسته ۲۱ کلن شي، خو کله چې غوښتنلیک وړاندې کېږي، دغه وخت کې د ماشوم عمر باید له ۲۱ کلونو څخه کم وي. هر هغه څوک چې په مشروط ډول یا د مشروط خپلواکي حالت په بنسټ امریکې ته داخل شوی وي، تر هغه پورې د P3 لپاره پر شرایطو نه دي تر هغه چې دوی خپل حالت کډوال یا د پناه غوښتونکي حالت ته تنظیم کړي.
بیامېشتېدنه
۱- د ښه راغلاست ډله WELCOME CORPS د بیامېشتېدنې پروگرام څه شی دی؟
ښه راغلاست ډله WELCOME CORPS د ځانگړي سپانسرشپ پروگرام دی چې خصوصي اتباعو ډلو ته دا وړتیا ورکوي چې د متحده ایالتونو د کډوالو د منلو د پروگرام له لارې د راتلونکو کډوالو کوربه توب کوي او لگښتونه یې برابروي.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، د روغتیا او بشري خدماتو له وزارت سره په همکارۍ، د ښه راغلاست ډله WELCOME CORPS د پروگرام لاندې د کډوالو لپاره د خصوصي سپانسرشپ تگلاره اعلان کړې ده.
دا د ملاتړ یو نوی پروگرام دی چې سازمانونو او عادي امریکایانو ته دا توان ورکوي چې متحده ایالتونو دکډوالو د منلو پروگرام یا (USRAP) له لارې متحده ایالتونو ته د ننوتونکو کډوالو د بیامېشتېدنې او ادغام په هرکلي او ملاتړ کې مخکښ رول ولوبوي. د تېر کال په اوږدو کې د امریکا خلکو په بې ساري ډول د امریکا د متحدو ایالتونو د افغان متحدینو او د یو شمېر نورو هېوادونو اتباعو ته چې له تاوتریخوالي او ظلم څخه تښتېدلي دي، هرکلی کړی دی.
دلته د ښه راغلاست ډلې WELCOME CORPS پروگرام په اړه لیکنه په "وپوښتئ" کې ولولئ.
۲- د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام څه شی دی؟
د امریکا متحده ایالتونو لخوا د افغان او عراقي همکارانو لپاره د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام پیل کړ. د SIV پروگرام وړ افغان اتباعو ته اجازه ورکوي چې د قانوني دایمي استوگنې لپاره متحده ایالتونو ته کډوال شي.
په ۲۰۰۶ کې، کانگرس د کډوالۍ د ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام رامنځته کړ، چې له مخې یې له جدي گواښ سره مخ وړ غوښتونکي په متحده ایالتونو کې د بیا مېشتېدنې او خونديتوب اجازه موندلی شي. په تېرو کلونو کې زرگونه افغانان د SIV پروگرام له لارې د خپلو کورنیو له غړو سره امریکا ته کډوال شوي دي. سره له دې، زرگونه افغان همکاران او ملاتړي په داسې حال کې چې له امریکا سره د همکارۍ له امله له پرله پسې گواښونو سره مخامخ دي متحدین لا هم امریکا ته د کډوالۍ لپاره لار څاري.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ټینگار کوي، چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانگړو ویزو ورکولو پروسې ته ژمن دی، او دا بهیر یې لا هم گړندی او اسانه کړی دی. ورسته له هغه چې په کابل کې یې سفارت وځنډول شو، د متحده ایالتونو حکومت په نورو هېوادونو کې په سفارتونو او قونسلگریو کې ډېر اضافي کارکوونکي گمارلي ترڅو د کډوالۍ د ځانگړې ویزې (SIV) غوښتنلیکونه وارزوي.
دلته د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) په اړه لیکنه "وپوښتئ" ویبپاڼه کې ولولئ.
۳- هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې میشت دي او زه ورسره مرسته کوم، له خپل ځای څخه ناخوښه دي؛ ایا دوی کولی شي په بل ځای کې د ځای پرځای کېدو غوښتنه وکړي؟
که دوی مخکې له یوې ځانګړې سیمې یا ټولنې سره اړیکې ولري، معمولاً د نږدې کورنۍ اړیکو پورې محدود وي، دوی باید ژر تر ژره د بیامېشتېدنې ادارې ته خبر ورکړي څو اړونده اداره وکولی شي د دوی د کورنۍ غړو ته نږدې د بیامېشتېدنې اسانتیاوې برابرې کړي. دوی نشي کولی د کوم بل دلیل لپار په ځانګړې سیمه کې د استوګنې غوښتنه وکړي.
فرض کړئ چې دوی بالغ دي، دوی په خپله ژوندانه پر مخ بېولو کې خپلواک دي، خو که چېرې دوی پرېکړه وکړي چې د دوی د بیامېشتېدنې ادارې سره له همغږي پرته خپل استوګنځی پرېږدي، کېدای شي د بیامېشتېدنې ګټو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
۴- زه څنگه کولی شم د ډاډ او متحده ایالتونو ته د الوتنې لپاره له IOM سره اړیکه ونیسم؟
د ځانگړې ویزې یا SIV ترلاسه کوونکي چې الوتنې ته تیار دي، باید SIV_OPE@iom.int سره اړیکه ونیسي څو د پناه غوښتنې له گټو څخه برخمن کېدل ډاډمن کړي او له IOM څخه وغواړئ چې امریکا ته د دوی سفر تنظیم کړي.
۵- کله چې IOM متحده ایالتونو ته الوتنه کوي، د امیندوارۍ له امله څومره وخت ځنډېدلی شي؟ او ایا د ماشوم د کوچنیوالي لپاره کوم محدودیت شته؟
دIOM پالیسي سره سم د الوتنې لپاره موده، د لومړي ځل امیندوارۍ لپاره د ۳۵ اونیو څخه مخکې او د لومړي ځل پرته امیندوارۍ لپاره د ۳۳ اونیو څخه مخکې موده ده. په هرصورت، هر هوایی شرکت خپلې ځانکړې لارښوونې او مقررات لري، او که د هوایی ډگر وخت د IOM له وخت څخه مخکې وي، نو د IOM پر ځای د هوایي شرکتونو مقررات تعقیب کړئ.
یو ماشوم د روغتیایی لارښوونو سره سم د زېږون څخه دوه اونۍ وروسته د سفر کولو وړ دی. په هرصورت، دا چاره کېدی شي له دوو اونیو څخه ډېر وخت ونیسي، ځکه چې د کډوالۍ ویزې (IV) یا د پناه غوښتنې کېسونو کې د ماشوم ور شاملول، د الوتنې اسنادو ترلاسه کول، د کډوالۍ اسناد ، او نور ممکن ډېر وخت ونیسي.
۶- څوک د IOM لخوا تنظیم شوې د الوتنې لگښت په بېرته ورکړې مکلف دی؟
ټول هغه کسان چې CAS پنډغالي پرېږدي، اړ دي چې د سود څخه پرته د پور سند لاسلیک کړي او بیا خپل پور بېرته ورکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) لخوا اداره شوي د ځای پر ځای کولو پروگرام له لارې په متحده ایالتونو کې د بیامېشت شويو کډوالو ځای په ځای کولو بهیر د بهرنیو چارو وزارت له لوري مالي ملاتړ کېږي. کډوال د IOM څخه له سود پرته پورونه ترلاسه کوي څو له بهر څخه متحده ایالتونو ته د الوتنې لگښت پوره کړي. د سفر لگښتونو له منلو وروسته، کډوال د وخت په تېرېدو سره په قسطونو کې د پور د بېرته ورکولو سند لاسلیک کوي.
عمومي پوښتنې
۱- ایا زه باید هغه کسان چې زه یې مرسته کوم پاکستان، ترکیې یا بل درېیم هېواد ته د کېس د پروسې بشپړولو لپاره ولېږم؟
په عمومي توګه، نه. کارکوونکي یا مدیران باید په افغانستان کې د غوښتونکو لپاره دا ډول پرېکړه ونه کړي. دا هغه جدي او پېچلې پرېکړې دي چې افراد او د کورنۍ غړي باید پخپله د ځان لپاره وکړي. په مهاجرت کې هېڅ تضمین شتون نه لري، نو دوی باید په غیرمستقیم ډول د ځان ملاتړ ته چمتو وي او په هغه درېیم هیواد کې د پاتې کیدو یا افغانستان ته د بېرته ستنېدو پلان ولري که چېرې د دوی قضیه په مثبت ډول حل نشي. هر هغه څوک چې په بل هېواد کې د کېس بشپړولو پرېکړه کوي باید چمتو وي چې په قانوني توګه په هغه هېواد کې د دوی د کډوالۍ د پروسې د مودې لپاره پاتې شي، چې کېدای شي څو میاشتې یا ډېر وي، هرڅومره چې دا د پړاوونو د بشپړېدو شرایطو پورې اړه لري.
۲- د LPRs لرونکي مېرمنې د منظور شوي I-130 کېس د قطر بشري کمپ (CAS) کې څنګه پروسس کېږي؟
که مېرمن یا ښځه د مرکې لپاره چمتو وي، دا به په CAS کې د کډوالۍ ویزې کېس په توګه پروسس شي. که نه نو، د هغه کېس به د کډوال په څېر پروسس شي. د CARE ټیم د کورنۍ غړو ته لومړیتوب ورکوي چې د مرکې لپاره چمتو شوي کېس لري څو په CAS کې د کډوالو پروسس بار کم کړي او په غوره ممکنه طریقه د افرادو پروسس وشي.
۳- د تنوع ویزې (Diversity Visa) غوښتونکي له افغانستان څخه د لېږد د الوتنې وړ دي؟
نه، د تنوع ویزې (Diversity Visa) غوښتونکي د لېږد الوتنو لپاره وړ نه دي. دوی باید خپل کېسونه بل سفارت ته انتقال کړي او هلته یې تعقیب کړي.
۴- هغو افغانانو ته چې اوس مهال د ځای پر ځای کېدو وړ نه دي څه سپارښتنه کېږي؟
هغه زیانمنونکي (گواښ سره مخ) افغانان چې د ځای پرځای کېدو وړ نه دي خو کېس لري باید د مرکې پړاو ته د رسېدو لپاره انتظار وکړي. مهرباني وکړئ په هغو خلکو باور مه کوئ چې تاسو ته د لېږد ژمنه درکوي یا تاسو د الوتنې په لیست کې شاملوي. مهرباني وکړئ غوښتونکو ته قانوني مشوره مه ورکوئ یا دوی ته د داسې څه کولو مشوره مه ورکوئ چې دوی ته زیان ورسوي.
۵- یو افغان LPR چې له 12 میاشتو څخه ډیر له متحده ایالاتو څخه بهر دی متحده ایالاتو ته د راستنیدو لپاره باید څه وکړي؟
دا په سفارت یا د ننوتلو ځای یا د بریښنایی پروسې له لارې د SB-1 ټاکل کېدو سره حل کېدی شي. د LPR لرونکی هېڅکله د LPR حیثیت له لاسه نه ورکوي تر هغې چې په خپله خوښه دا له لاسه ورکړي یا رسمي اداره د هغه کېس په تړاو قضاوت وکړي. کله چې یو څوک د ننوتلو په بندر کې د CBP افسر سره اړیکه ونیسي، افسر اختیار لري چې هغه ته اجازه ورکړي یا یې پریږدي. که چیرې LPR نه غواړي چې د ننوتلو په بندر کې له خطر سره مخ شي، هغه کولی شي مخکې له مخکې د SB-1 لپاره غوښتنه وکړي او د خپل حالت لپاره چمتووالی ونیسي. په نورمال ډول، د افغانانو په قضیه کې، د دې په پام کې نیولو سره چې له افغانستان څخه تګ ستونزمن دی، دا قضیې نسبتا معمول ګڼل کیږي.
په هرصورت، دا به ډیر ستونزمن وي که څوک د څو کلونو لپاره په متحده ایالاتو کې LPR لرونکی وي او بیا افغانستان ته راستون شي او په هیواد کې کار او استوګنځای پیل کړي، ځکه چې دوی د ایستلو په الوتنو کې ندي راستانه شوي.
مرسته او مشوره
- د متحده ایالتونو د کډوالۍ د پروگرامونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره ، د "وپوښتئ" ویبپاڼې څخه لیدنه وکړئ.
- تاسو کولی شئ د ډېرو پوښتل شویو پوښتنو ځوابونه ومومئ د "افغانانو د تخلیې " وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ، چې د دې مقالې په لیکلو کې یې هم منځپانگه کارول شوې ده.
- که تاسو له افغانستان څخه بهر په بېړني حالت کې یاست، د "وپوښتئ" مشاورین وړاندیز کوي چې تاسو په هغه هېواد کې چې تاسو اوسېږئ د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا UNHCR سره اړیکه ونیسئ.
- همدارنگه، هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.