"مکتب" اپلېکېشن د ښوونیزو موادو په برابرولو سره د افغان زده­ کوونکو لپاره د انلاین زده­ کړې اسانتیا برابره کړې ده. "مکتب" د الکترونیکي زده­ کړو یو پلټفارم دی چې پرمټ یې افغان نارینه او ښځینه زده کوونکي کولای شي زده­ کړې او یو له بل سره سیالي وکړي.
دا اپلېکېشن په پښتو او دري ژبو د زده­ کړې، خبرو اترو، د معلوماتو د تبادلې او سیالۍ فرصت برابروي. د زرگونو افغان زده­ک وونکو له خوا د دغه اپلېکېشن تود هرکلی وشو او په افغانانو کې هغه وخت ډېر مشهور شو کله چې طالبانو افغان نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړو د دوام مخه ونیوله.
په دې اپلېکېشن کې ښوونیز توکي د مضمونونو پر بنسټ برابر شوي او سربېره پر دې، کاروونکي کولی شي خپلې پوښتنې له یو یا ډېرو گډونوالو سره شریکې کړي. د دې تر څنگ اپلېکېشن کاروونکي کولی شي په ډېری موضوعاتو کې یو بل سره سیالي وکړي.

"مکتب" اپلېکېشن څه شی دی؟

"مکتب" په افغانستان کې د الکترونیکي زده کړو لومړنی اپلېکېشن دی چې په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شو. د الکترونیکي زده­کړې ښوونځی ټولنیز شبکې او د لوبو تیوري سره یوځای کوي ترڅو زده کونکو ته د زده­کړې، متقابل عمل او سیالۍ لپاره یو پلټفارم رامنځته کړي.
همدارنگه، "مکتب" یو وړیا الکترونیکي زده کړې او همکارۍ پلټفارم دی چې په افغانستان کې له زده کونکو سره مرسته کوي چې د سمارټ فون یا ټابلیټ په کارولو سره هر ځای او هر وخت باکیفیته ښوونیزو سرچینو څخه زده­کړه وکړي او لاسرسی ورته ومومي.
د "مکتب" ټیم له ۱۲ غړو څخه چې ۹ یې هغه مېرمنې دي چې د کار زده­ کړیال (Intern) په توگه له ټیم یوځای شوې وې، خو دوی اوس په دې صنعت کې د غوره او مسلکي سافټویر جوړونگو او مینځپانگې تولیدکوونکو څخه دي چې ښې پیسې گټي او خپلې کورنۍ ته حلاله روزي گټي.

موخه

د دې اپلېکېشن اصلي موخه د ټولو ځوانانو، په ځانگړې توگه په افغانستان کې د نجونو او په بهر کې د افغانانو سره مرسته کول دي، ترڅو باکیفیته زده ­کړو او ښوونیزو سرچینو ته لاسرسی ومومي. د جوړونکو په وینا، د دې اپلېکېشن د جوړولو موخه دا وه چې پر ټولنیزو شبکو د ځوانانو د ډېر وخت ټېرولو مخه ونیسي، او په ټولنیزو شبکو کې د وخت تېرولو پر ځای گټورو موادو ته لاسرسی ولري، ځکه چې دا پر دوی فشار زیاتوي او د دوی مورال ټیټوي، پرځای د گټورو موادو څخه کار واخلي.
د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په ټولیز ډول، "مکتب" په افغانستان کې له ۳ موخو سره د خدمتونو وړاندې کول پیل کړي وو:
۱ - له زده­ کونکو سره د باکیفیته زده­کړې او ویډیو لیکچرونو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته کول؛
۲ - له هغو نجونو سره مرسته کول چې له محافظه کارو کورنیو سره تړاو لري تعلیمي فرصتونو ته د لاسرسي زمینه برابرول او همدارنگه دوی ته تا وړتیا ورکول چې له کور څخه د سمارټ فون په کارولو سره نورو ته یو څه ور زده ­کړي او له نورو سره مرسته وکړي؛ او
۳ - د زده­ کوونکو او د هغوی دکورنیو لپاره د پوهاوي بېلابېل ډولونه چمتو کول، د خوندي انلاین لټون کولو په اړه د دوی پوهې کچې لوړول او د انلاین چاپیریال پورې اړوند بېلابېلو خطرونو مخنیوی.

عملیاتي سېسټم

د "مکتب" اپلېکېشن په iOS او Android عملیاتي سیسټمونو کې شتون لري. دا ښوونځی د رضاکارانو د یوې ډلې له لوري د Microcis ICT Services Co.LTD په مرسته د دوه نیم کلونو سخت کار په ترڅ کې جوړ شوی.

زه څنگه دا اپلېکېشن وکاروم؟

د "مکتب" اپلېکېشن رسمي ویب پاڼه لري او په ویپاڼه کې د Android او iPhone سمارټ فونونو لپاره وړیا بڼې شتون لري.
کاروونکي باید د دې اپلېکېشن له نصبولو وروسته د دې اپلېکېشن درسي موادو ته د لاسرسي لپاره یو کارن حساب جوړ کړي. انټرنیټ ته د لاسرسي ستونزې له امله، د "مکتب" اپلېکېشن افلاین نسخه هم کاروونکو ته شتون لري. زده ­کوونکي کولی شي د مضمونونو بېلگيزې پوښتنې راښکته کړي او د ځان ازموینه وکړي. همدارنگه د کانکور ازموینو لپاره د بېلگې پوښتنې وړیا یا د لږ اندازه پیسو ترلاسه او ډاونلوډ کولی شي.
د مکتب اپلېکېشن له ۳۰ زرو څخه ډېر کاروونکي لري او دغه شمېر ورځ تر بلې لوړېږي. د دې اپلېکېشن ډېری کاروونکې افغان نجونې دي. دا پلټفارم د پوهاوي ماهیت او د ټولنیز متقابل عمل فعالیت لرونکی دی، چیرې چې کاروونکي کولی شي خپله پوهه شریکه کړي او له یو بل سره اړیکې ونیسي. د دې اپلېکېشن په کارولو سره، زده کوونکي کولی شي د ازموینې یا د هر مضمون لپاره جوړو شوو بېلابېلو ارزونو کې برخې اخیستو سره له خپلو همزولو سره همکاري وکړي.

د "مکتب" د اپلېکېشن په اړه معلومات

  • کاروونکي کولی شي په وړیا ډول هر شمېر مضمونونو کې گډون وکړي چې دوی یې غواړي.
  • د هر درس لپاره چې دوی یې غواړي ځانگړې ازموینې غوره کړي او یوه د پوهې ارزونې ټاکنه وکړي.
  • یو ملگری په رښتیني وخت کې یوې موضوع کې وننگوئ او دوی کولی شي موافقه وکړي چې له خپلو ملگرو سره په دې پلټفارم کې د سیالۍ پایله خپره کړي.
  • تاسو کولی شئ پوهه او سرچینې شریکې کړئ، پوښتنې وکړئ او په پلټفارم کې له خپلو ملگرو سره اړیکه ونیسئ.
  • د دې اپلېکېشن په کارولو سره تاسو کولی شئ د کانکور ازموینې (د عامه پوهنتونونو لپاره د ننوتلو ازموینې) ته چمتووالی ونیسئ.
  • د بېلابېلو مضمونونو او اکاډمیکو څانگو په اړه زده­کړه او اړتیاوې، د کار فرصتونو او نورو معلوماتو پوهه ترلاسه کولی شئ.
  • کولی شئ بېلابېلې ازموینې او سیالۍ پاس کړئ او پایلې یې له خپلو ملگرو سره په پلټفارم کې خپرې کړئ.
  • زده ­کوونکي کولی شي د پروگرام له لارې د هرې موضوع په اړه پوښتنې وکړي او ښوونکي کولی شي ځواب ورکړي.
  • یو پوهنتون یا ښوونځی کولی شي د زده کونکو د یوې ځانگړې ډلې لپاره مینځپانگې رامنځته او خپرې کړي چې یوازې دوی یې لیدلی او لاسرسی ورته لرلی شي (د بېلگې په توگه، د دوی فیس پرې کوونکو زده­ کوونکو لپاره).
د "مکتب" د اپلېکېشن بله ښېگڼه دا ده چې ښوونکي، ښوونځي، پوهنتونونه، داوطلبان او نور ماهر مواد جوړونکي کولی شي د هر درس یا هرې موضوع لپاره ازموینې او پوښتنې جوړې کړي ترڅو زده ­کوونکي وکولی شي له بشپړولو وروسته خپله پوهه او زده­ کړه و ازمويي.

د نړیوالې جایزې گټل

افغانستان د ډنمارک په کوپنهاگن ښار کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د "ښوونې او روزنې په برخه کې له ټېکنالوژۍ څخه د استفادې غوره نظریو" سیالۍ کې د "مکتب" د اپلېکېشن د جوړولو له امله چې زده کوونکو ته یې د زده­کړې او سیالۍ لپاره زمینه برابره کړې ده د جایزې د گټونکي په توگه غوره شو.  
په دې سیالیو کې له ټولې نړۍ څخه څه باندې ۶۴ هېوادونو په څلورو برخو کې برخه اخیستې وه او د پوهنې لپاره د ټکنالوژۍ د کارولو په برخه کې افغانستان وکولای شول چې د نړۍ له اتو هېوادونو سره په سیالۍ کې د غوره نوښت دریځ خپل کړي.

کمک و مشوره

د "مکتب" اپلېکېشن په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره،کولی شئ د الکترونیکي مکتب له چارواکو سره په inquiries@maktab.edu.af یاmaktab@microcis.net  برېښنالیک پتو اړیکه ونیسئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.