پیوستن مجدد اعضای خانواده با پناهندگان یا دارندگان حفاظت فرعی در آلمان-02.jpg

دا مقاله په آلمان کې د کډوالو او د فرعي محافظت لرونکو لپاره د کورنۍ د بیایوځای کېدو پروسې لپاره هراړخیز لارښود چمتو کوي،  چې د وړتیا معیارونه، اړتیاوې او د غوښتنلیک پروسه په کې تشریح شوی څو د مالي مرستې په پایله کې د کورنۍ غړي دې هېواد ته راوړي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

عمومي کتنه

د پناه او نړیوال خوندیتوب لرونکي کسان چې په آلمان کې ژوند کوي حق لري چې د خپلې کورنۍ ځینو غړو لپاره د ویزې غوښتنه وکړي. دا ویزه به ددوی د کورنۍ غړو ته فرصت برابر کړي ترڅو آلمان ته مسافرت او کډه وکړي.

دا پروسه به په آلمان کې ستاسو د کډوالۍ د موقف په اساس، توپیر لري. دا لارښوود د پروسې په اړه هغو کسانو ته معلومات ورکوي چې د کډوالۍ لاندې موقفونه لري او په آلمان کې استوګن وي: 

  • د کډوالۍ موقف
  • د پناه غوښتنې منل شوی موقف 
  • فرعي حفاظت

هغه کسان چې په آلمان کې د نه اخراجیدلو موقف (“Abschiebungsverbot”) لري هم کولی شي چې خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو غوښتنه وکړي. دا قضیې یا کیسونه ډیر مغلق او پیچلي وي. که چیرې دا وضعیت ستاسو له وضعیت سره برابر وي، د مسلکي حقوقي سلامشورو لټه وکړئ

ستاسو د کورنۍ غړی به چې کورنۍ سره د یوځای کیدو غوښتنلیک ډکوي، د درخواست کوونکي (Antragsteller/in) په نوم یادیږي. دې پروګرام ته د وړتوب لپاره، ستاسو د کورنۍ غړی اړتیا نلري چې ثابت کړي چې په خپل اصلي هیواد کې ځورول شوی دی.
ستاسو د کورنۍ غړی تاسو سره د بیرته یوځای کیدو لپاره درخواست کوي. تاسو په دې قضیه کې سپانسر (Stammberechtigte/r) یاست.

څوک واجد شرایط ګڼل کیږي؟

په آلمان کې د سپانسر یا تضمینوونکي لپاره اړین شرایط

تاسو په لاندې حالاتو کې کولی شي خپل د کورنۍ غړي آلمان ته راولئ:

  • په هغه صورت کې چې تاسو د کډوال په توګه په آلمان کې میشت یاست یا
  • که چیرې تاسو ته پناه درکړل شوې ده (“Asylberechtigung”)
  • د کډوالۍ د موقف لرونکي یاست (“Flüchtlingsanerkennung”) یا 
  • که چیرې تاسو د فرعي حفاظت موقف لرۍ یا د 2016 کال د مارچ په 17 مه نیټه یا مخکې مو د استوګنې یا اقامت جواز ترلاسه کړی وي.

که چیرې تاسو په آلمان کې د فرعي حفاظت موقف لرۍ او د 2016 کال د مارچ له 17 مې نیټې څخه وروسته مو د استوګنې جواز ترلاسه کړی وي، څه کولی شۍ؟ 

تاسو کولی شۍ په آلمان کې خپلې کورنۍ سره یوځای شۍ. تاسو یوازې په هغه صورت کې دا کار کولی شۍ چې ستاسو د کورنۍ لپاره بشردوستانه دلایل موجود وي ترڅو په آلمان کې تاسو سره یوځای شي. په دې باب لاندې بیلګې وګورئ: 

  • تاسو د خپلې کورنۍ له غړو څخه د اوږدې مودې لپاره جدا شوي یاست، یا 
  • تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړی په بهر کې (18 کلونو څخه کوچنی) ماشوم دی، یا 
  • ستاسو د کورنۍ غړی په هر هیواد کې چې اوسیږي، له خطر سره مخ دی. 

څوک کولی شي په آلمان کې تاسو سره یوځای شي؟

تاسو کولی شۍ د لاندې کسانو په ګډون د کورنۍ نږدې غړي آلمان ته راولۍ: 

خاوند/میرمن یا د ژوند ملګری

  • ستاسو میرمن یا خاوند یا د ژوند ملګری باید د ویزې د ترلاسه کولو پرمهال 18 کلن یا لوی وي. که نه نو تاسو باید د مسلکي حقوقي مشورو لټه وکړئ ترڅو دا روښانه شي چې ددې قانون یوه استثنا ستاسو پر قضیې د تطبیق وړ ګڼل کیږي که نه.
  • که چیرې تاسو واده شوي یاست او له همجنس ملګري سره مو واده کړی وي، تاسو کولی شۍ خپل د ژوند همجنس ملګری آلمان ته راولۍ. که چیرې دې قانون سره د تطابق په باب ډاډه نه یاست، له یو وکیل څخه پوښتنه وکړئ. 

ستاسو ماشوم

  • تاسو کولی شۍ خپل اصلي/ بیولوژیکي ماشوم یا فرزندي ماشوم سره یوځای شۍ. هغه ماشوم ته چې تاسو اولاد ویلي وي، واجد شرایط نه ګڼل کیږي.
  • د غوښتنلیک د وړاندې کولو پرمهال باید ستاسو ماشوم له 18 کلونو کوچنی وي. 
  • ستاسو ماشوم باید واده شوی نه وي.
  • تاسو باید د ماشوم قانوني سرپرستي په غاړه ولرۍ. که چیرې پلار او مور دواړه د ماشوم د سرپرستۍ مسوولیت په غاړه لري، که چیرې پلار یا مور دواړه له ماشوم سره سفر نه کوي، باید د یوځای کیدنې پروسې سره خپله هوکړه څرګنده کړي. 

که تاسو په آلمان کې بې سرپرسته کوچنی ماشوم یاست، ستاسو مور او پلار کولی شي تاسو سره یوځای شي.

  • په آلمان کې بې سرپرست ماشومان کولی شي خپل اصلي یا بیولوژیکي مور او پلار یا هغه مور او پلار چې د ماشوم پالنه یې کړې او ماشوم یې لوی کړی دی، آلمان ته راولي. 
  • ماشومان 18 کلنۍ څخه وروسته د خپل پلار او مور د راوستلو حق له لاسه ورکوي. که چیرې غواړۍ خپل پلار او مور آلمان ته راولۍ، او 18 کلنۍ ته نږدې یاست، باید له وکیل سره خبرې وکړئ. 

ایا تاسو کولی شۍ چې د کورنۍ نور غړي آلمان ته راولۍ؟

تاسو معمولاْ نشۍ کولی د کورنۍ نور غړي لکه ورور، خور، کاکا، ماما، نیا او نیکه آلمان ته راولۍ. تاسو نشۍ کولی خپل ورور یا خور آلمان ته راولۍ، حتی که چیرې د هغوی عمر له 18 کلنۍ لږ وي. که چیرې غواړۍ د کورنۍ غړو لپاره درخواست وکړۍ، باید "ډیر سخت شرایط" ثبوت کړئ. یعنی که چیرې ستاسو د کورنۍ غړي تاسو سره په آلمان کې یوځای نشي، ستاسو کورنۍ ته به لویه ستونزه ورپیښه شي. په دې باب لاندې بیلګې وګورئ: 

  • ستاسو د کورنۍ غړی سخته ناروغي یا معیوبیت لري او بل څوک نلري چې ورڅخه پالنه وکړي
  • تاسو د کورنۍ یو غړي پورې تړلي یاست چې اوس مهال په بهر کې ژوند کوي نو له همدې امله نشي کولی په آلمان کې ستاسو پالنه وکړي. 

د کورنۍ غړي لپاره د غوښتنلیک شرایط کوم دي؟

د کورنۍ غړي لپاره د غوښتنلیک شرایط ستاسو قانوني حالت پورې اړه لري. که چیرې تاسو په آلمان کې کډوال یاست، دا به اسانه وي که چیرې تاسو په وخت آلماني چارواکو ته د خپلې کورنۍ غړو سره د یوځای کیدو په اړه (چې لاندې توضیح شوي دي)، ووایاست. 

کورنۍ سره د بیرته یوځای کیدو په اړه د بهرنیو اتباعو لپاره عمومي شرایط:

  • تاسو باید د استوګنې جواز ولرئ ترڅو تاسو ته دا حق درکړي چې د خپلې کورنۍ غړو سره (لکه څرنګه چې پورته یې یادونه وشوه)، بیرته یوځای شئ.
  • تاسو باید د خپلې کورنۍ د غړي د ژوند لګښتونو لپاره کافي اندازه عاید ولرئ.
  • تاسو باید دا ثبوت کړئ چې د کورنۍ غړي لپاره د استوګنې ځای لرۍ. تاسو باید دولت ته وښایئ چې ستاسو اپارتمان په کافي اندازه لوی دی چې ستاسو د کورنۍ غړی پکې د ژوند کولو کافي ځای لري.
  • ستاسو د کورنۍ غړی باید د آلمان دولتی مقاماتو ته خپل هویت ثابت کړي. دا په دې معنی ده چې دولت به ستاسو د کورنۍ له غړي څخه وغواړي ترڅو خپل پاسپورت/دزیږیدنې تصدیق وړاندې کړي.
  • ستاسو د کورنۍ غړی باید معتبر پاسپورت ولري.

په وخت د غوښتنلیک لیږل

که چیرې تاسو په آلمان کې کډوال یاست، تاسو باید آلماني چارواکو ته ووایاست چې غواړئ خپلې کورنۍ سره په آلمان کې بیرته یوځای شئ. 

دې ته په وخت خبرتیا (“fristwahrende Anzeige”) وایي. که چیرې تاسو دا کار په وخت ترسره کړئ، تاسو به د عاید او کور د شرایطو پوره کولو ته اړ نه یاست

تاسو باید د آلمان حکومت ته ووایاست چې د فډرال د کډوالۍ  او پناه غوښتنې ادارې (“BAMF Bescheid”) څخه د کډوالۍ د موقف له ترلاسه کولو وروسته به د 3 میاشتو په لړ کې د خپلې کورنۍ غړی راولۍ. دقیق وخت د پریکړې ترلاسه کولو سره اړیکه لري، او نیټه معمولا د پاکت پرمخ لیکلې وي

درې لارې موجودې دي چې حکومت ته ووایاست چې غواړۍ د خپلې کورنۍ غړی راولۍ.

  • هیواد څخه بهر د آلمان هیواد هغه سفارت ته د لیک یا فکس لیږل چې ستاسو د کورنۍ د غړي د غوښتنلیک د طی مراحل مسوولیت په غاړه لري.
  • ددې لینک له لارې د بهرنیو اتباعو د ادارې د انټرنیټي پاڼې په کارولو سره د آنلاین فورمې لیږل 
  • په هغه سیمه کې چې تاسو (سپانسر) استوګن یاست، د بهرنیو اتباعو محلي ادارې ته د لیک د لیږلو له لارې

په لیک یا فکس کې باید دا لاندې معلومات شامل وي:

  • هغه نیټه چې تاسو د کډوالۍ موقف ترلاسه کړ 
  • هغه نیټه چې د استوګنې یا اقامت جواز صادر شو
  • د خپل ځان او د کورنۍ د غړو په اړه معلومات (نوم، د زیږیدنې نیټه، د زیږیدنې ځای)

تاسو باید له دولتي مقاماتو څخه وغواړئ چې له تاسو څخه ستاسو د ټاکلي وخت خبرتیا ترلاسه کیدل تصدیق کړي. یوازې په دې صورت کې تاسو کولی شۍ چې وروسته دا ثبوت کړئ چې په خپل وخت خبرتیا مو لیږلې ده.

که چیرې تاسو په آلمان کې د فرعي حفاظت لرونکي یاست، دا به پر تاسو د تطبیق وړ نه ګڼل کیږي. تاسو د عاید او کور د شرایطو پوره کولو ته اړ نه یاست. خو که چیرې تاسو وکولی شۍ دغه شرایط پوره کړۍ، دا به ستاسو د کورنۍ د ویزې غوښتنلیک لپاره ګټور وي. 

د عاید شرایط

تاسو باید د خپلې کورنۍ د غړي د لګښتونو ورکړې لپاره کافي اندازه عاید ولرۍ. اړین عاید هغه مبلغ دی چې د آلمان د حکومت له خوا ټاکل شوی دی. دا مبلغ به په لاندې وختونو او دلایلو په اساس بدلون مومي: 

  • هر کال
  • په دې پورې اړه لري چې ستاسو کورنۍ څومره لویه ده
  • په دې پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړي ماشومان دي یا لویان 

د میاشتني عاید اندازه چې د 2022 کال لپاره ټاکل شوې ده، په لاندې ډول ده: 

  • 449 یورو: تاسو 
  • 404 یورو: خاوند/میرمن یا د ژوند ملګری  
  • 285 یورو: 6 کلونو څخه لږ عمر لرونکيی ماشوم  
  • 311 یورو: 6 او 13 کلونو ترمنځ عمر لرونکی ماشوم  
  • 376 یورو: 14  او 17 کلونو ترمنځ عمر لرونکی ماشوم
  • 360 یورو: 18 څخه  25 کلونو عمر لرونکی ماشوم 

دا مبلغ په دې ویب پاڼه کې هم ترلاسه کیدی شي. 

د بیلګې په توګه، که چیرې تاسو په 2022 کال کې خپلې میرمن یا خاوند او دوه (5 نه تر 16 کلنو) ماشومانو لپاره د ویزې غوښتنلیک وسپارۍ، تاسو باید 1,514 یورو عاید ولرئ. دا رقم د کرایې له ورکړې وروسته ستاسو پاتې عاید دی چې د پورتنیو ارقامو په اساس محاسبه شوی دی. 

یادونه: د Jobcenter له خوا د ټولنیزې هوساینې عمومي تادیات ستاسو د عاید په توګه نه شمیرل کیږي. سره له دې هم، ټولنیز امتیازات لکه د ماشومانو امتیازات (“Kindergeld”) ستاسو د عاید په توګه شمیرل کیږي. 

د کور یا استوګنځي شرایط 

تاسو باید د آلمان حکومت ته ثبوت کړئ چې ستاسو اپارتمان تاسو او ستاسو کورنۍ لپاره په کافي اندازه لوی دی. 

کور په لاندې حالاتو کې په کافي اندازه لوی ګڼل کیږي: 

  • 6 کلن څخه پورته د کورنۍ هر غړي لپاره، لږترلږه دوولس متر مربع  12m2 ، او 
  • 6 څخه لږ عمر لرونکو لپاره لږ ترلږه لس مترمربع 10m2

د بیلګې په توګه، که چیرې تاسو په آلمان کې یوازې ژوند کوۍ او خپلې میرمن یا خاوند او 5 کلن ماشوم لپاره درخواست کوۍ ترڅو په آلمان کې تاسو سره یوځای شي، ستاسو کور باید 34 متر مربع 34m2وي. 

کله هم کیدی شي د عاید او کور د شرایطو لپاره استثنا موجوده وي. د بیلګې په توګه، که چیرې تاسو او ستاسو خاوند یا میرمن له آلمان څخه پرته په بل هیواد کې یوځای ژوند کولی نشۍ، دا یوه استثنا ګڼل کیږيکه چیرې دا حالت ستاسو حالت سره تطابق لري، مهرباني وکړئ وکیل سره وغږیږئ.

د پاسپورت او د هویت د تثبیت د کارت شرایط

ستاسو د کورۍ غړی باید معتبر پاسپورت وړاندې کړي او د غوښتنلیک د پروسې د یوې برخې په توګه باید خپل هویت تثبیت کړي. دا په دې معنی ده چې د آلمان سفارت به له نوموړي څخه د پاسپورت یا د زیږیدنې د تصدیق غوښتنه کوي.


که ستاسو د کورنۍ غړی د هویت د تثبیت لپاره دغه اسناد نلري او د ترلاسه کولو توان یې هم نلري، تاسو څه کولی شۍ؟
ستاسو د کورنۍ غړی کولی شي له دې شرایطو څخه د معافیت غوښتنه وکړي او پرځای یې بدیل اسناد وړاندې کړي. بدیل اسناد کیدی شي مذهبي تصدیقپاڼې، د استوګنې د ځای اسناد یا اصلي هیواد څخه د هویت د تثبیت نور اسناد وي.
که ستاسو د کورنۍ غړی معتبر پاسپورت نلري او ترلاسه کولی یې هم نشي، تاسو څه کولی شۍ؟
په دې صورت کې، تاسو باید وکیل سره اړیکه ونیسئ ترڅو آلماني مقاماتو ته ستاسو د حالت په توضیح کولو کې مرسته وکړي.

د درخواست کولو طریقه

سفارت سره د ملاقات وخت ټاکل 

ستاسو د کورنۍ غړی باید په هغه هیواد کې چې لږترلږه یې شپږ میاشتې پکې ژوند کړی وي، د ملاقات لپاره د انتظار په لست کې نوم لیکنه وکړي. که چیرې په هغه هیواد کې چې ستاسو کورنۍ پکې ژوند کوي (لکه افغانستان)، د آلمان سفارت موجود نه وي، پروسه به توپیر لري. ددې کیسونو لپاره په ګاونډیو هیوادونو کې چې عارض کولی شي پکې مرکې ته حاضر شي، "بدیل" سفارتونه موجود دي. 

که په آلمان کې کډوال یاست، په هغه هیواد کې د آلمان د سفارت ویب پاڼې ته ورشئ چې ستاسو د کورنۍ غړی پکې ژوند کوي (یا غواړي هلته ژوند وکړي) او د آنلاین سیسټم په کارولو سره، د خپلې کورنۍ د غړي نوم ثبت کړئ.

که په آلمان کې د فرعي خوندیتوب لرونکي یاست، باید د خپلې کورنۍ غړی د عمومي انتظار په لست کې ثبت کړئ. د نوم لیکنې د پروسې په لړ کې به له تاسو څخه وغوښتل شي چې د هغه هیواد نوم غوره کړئ چې ستاسو د کورنۍ غړی پکې ژوند کوي.

سفارت سره د ملاقات د انتظار وخت معمولا ډیر اوږد وي. د ویزې د ملاقات وختونه په نوبت سره طی مراحل کیږي او یوازې په هغه صورت کې کړندی کیدی شي چې فوق العاده بشري دلایل موجود وي. د بیلګې په توګه، که چیرې عارض یا سپانسر 18 کلنۍ عمر ته رسیږي یا کورنۍ سره د یوځای کیدو په پروسه کې له ټاکل شوي عمر څخه د وتلو په حال کې وي. که چیرې دا ستاسو له حالت سره تطابق لري، تاسو او ستاسو وکیل کولی شۍ سفارت سره اړیکه ونیسئ او د ملاقات د وخت د کړندي کولو غوښتنه وکړئ. 

IOM FAP سره د ملاقات وخت

په ځینو هیوادونو کې، آلمان د کډوالۍ د نړیوال سازمان د کورنیو د مرستې له پروګرام (IOM FAP) سره کار کوي. د (IOM FAP) د لټون لپاره، دغې ویب پانې ته ورشئ. 

په همدې هیوادونو کې به IOM FAP ستاسو د کورنۍ غړو ته د مرکې بلنه ورکړي. هغوی باید مرکې ته ټول اړین اسناد له ځان سره راوړي. د اسنادو لیست په راتلونکې برخه کې وړاندې شوی دی. 

د ملاقات په لړ کې، یو موظف کارکوونکی به ستاسو د کورنۍ ټول اسناد وګوري. که چیرې کوم سند موجود نه وي، ستاسو له کورنۍ څخه به وغوښتل شي چې هغه سند پیدا کړي. 

د غوښتنلیک د ثبتولو ځای چیرته دی؟

د غوښتنلیک د ثبتولو لپاره به ستاسو د کورنۍ غړي معمولا په سفارت کې د ملاقات وخت ټاکي. 

په ځینو هیوادونو کې، سفارت دا مسوولیت IOM FAP ته سپاري، په دې هیوادونو کې، سفارت سره مرکه نه کیږي. عارض یوازې IOM FAP سره مرکه کوي. ټول پړاوونه په IOM FAP کې بشپړیږي. د هر غوښتنلیک له ثبتولو وروسته، IOM FAP ستاسو کیس سفارت ته راجع کوي او وروسته بیا سفارت ستاسو غوښتنلیک ګوري او پریکړه کوي. 

غوښتنلیک باید په لاندې ځایونو کې په IOM FAP کې ثبت شي: 

  • ادیس آباد، ایتوپیا 
  • خرطوم، سودان
  • نایروبی، کینیا
  • بیروت، لبنان 
  • ایبریل، د عراق کوردستان خودمختاره سیمه 

سفارت یا IOM FAP به د ملاقات بلنلیک هغې بریښنالیک ته ولیږي چې تاسو د آنلاین نوم لیکنې پرمهال کارولی وو. IOM FAP کیدی شي د ټیلفون له لارې هم له تاسو سره اړیکه ونیسي. 

د غوښتنلیک د ثبتونو طریقه

هغه ټکي چې باید سفارت یا IOM FAP سره له ملاقات مخکې په پام کې ونیول شي:

  • ټول غوښتونکي باید د ملاقات پرمهال شخصا حاضر وي، حتی ټول ماشومان.
  • که چیرې ستاسو ماشوم یوازې په بهر کې ژوند کوي، باید له یو لوی شخص سره چې تاسو ورته د تګ صلاحیت ورکړی وي، ملاقات ته حاضر شي. تاسو باید نوموړي شخص ته په لیکل شوې بڼه صلاحیت ورکړئ. دا شخص باید د خپل پاسپورت او هویت کارت یو نقل ځان سره راوړۍ. 
  • که چیرې ستاسو د کورنۍ غړي ټول اړین اسناد له ځان سره ملاقات ته نه وي راوړي،  کیدی شي چې IOM FAP غوښتنلیک رد کړي. که چیرې ستاسو کورنۍ ځینې اسناد چمتو کولی نشي، هغوی باید وضاحت ورکړي او ووایي چې غواړي د ویزې غوښتنلیک څرنګه چې دی، وسپاري.  

که IOM FAP (د کډوالۍ په نړیوال سازمان کې د کورنیو د مرستې پروګرام) یا سفارت، ستاسو د کورنۍ غړي ته د غوښتنلیک د ثبتولو اجازه ورنکړي، څه کولی شۍ؟

څینې وختونه IOM FAP یا سفارت د غوښتنلیکونو له منلو ډډه کوي ځکه چې درخواست کوونکی لازم اسناد په لاس کې نلري. که ستاسو د کورنۍ غړی غوښتل شوي اسناد وړاندې کولی نشي، باید له یو وکیل سره خبرې وکړئ. وکیل کولی شي ستاسو د کورنۍ د غړي حالت آلماني مقاماتو ته توضیح کړي. 

د ملاقات لپاره څه باید راوړو؟

  • په خپل وخت خبرتیا یو نقل (که چیرې د اجرا وړ وي)
  • د ویزې د غوښتنلیک بشپړ شوې او لاسلیک شوې فورمه
    • په یاد ولرئ چې د سوریې کډوال کولی شي چې کورنۍ سره د یوځای کیدو د غوښتنلیک اسانه فورمه دلته ترلاسه کړي. 
  • د درخواست کوونکي پاسپورت یا د پیژندنې نور اسناد 
  • هغه اسناد چې ستاسو د کورنۍ اړیکې ښیي: 
    • نکاح خط
    • تذکره
  • ستاسو د کډوالۍ د پریکړې یو نقل (“BAMF-Bescheid”)
  • په آلمان کې ستاسو د استوګنې یا اقامت د جواز یو نقل (“Aufenthaltserlaubnis”)
  • آلمان ته ستاسو د مسافرت د اسنادو یو نقل (“Reiseausweis”) یا پاسپورت
  • په آلمان کې د نوم لیکنې یا ریجسټریشن د سند یو نقل (“Meldebescheinigung”)
  • نور اړین اسناد
    • د آلماني ژبې تصدیقپاڼه (level A1 CEFR)، که چیرې د اجرا وړ وي.
    • د بشردوستانه استثنا حالت لپاره روغتیایي سند. ټول روغتیایي اسناد باید له یو باصلاحیته ډاکټر څخه ترلاسه شوي وي. په روغتیایي اسنادو کې باید د روغتیا رپوټ اود روغتیایي حالت لنډه څرګندونه شامله وي. 
    • د ماشومانو د سرپرستۍ اسناد، په هغه صورت کې چې ماشوم سره د یوځای کیدو غوښتنه کوۍ. د بیلګې په توګه، د کورنۍ د چارو د محکمې سند یا ستاسو د خاوند یا میرمن تصدیق شوې رضایت پاڼه. 

د کورنۍ غړو سره ستاسو د اړیکې شواهد 

ستاسو ترمنځ د اړیکې شواهد د غوښتنلیک یوه ډیره مهمه برخه بلل کیږيتاسو د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د غړو ترمنځ د اړیکې د ثبوت کولو لپاره رسمي اسنادو ته اړتیا لرۍ چې پکې تذکره او نکاح خط شامل دي.  

که چیرې تاسو دغه اسناد نلرۍ او د چمتو کولو توان یې هم نلرۍ، کولی شۍ نور شواهد ولیږئ. د بیلګې په توګه، تاسو کولی شۍ مذهبي تصدیقپاڼې یا خپل ماشوم سره د خپلې اړیکې د تثبیت لپاره د DNA معایناتو نتایج وړاندې کړئ. هیڅ ډول تضمین نشته چې د آلمان سفارت به دغه شواهد کافي ګڼي. که چیرې د خپلې اړیکې د ثبوت کولو لپاره اسناد نلرۍ، باید له یو وکیل سره مشوره وکړئ. 

فیس

درخواست کوونکی باید د غوښتنلیک د لیږلو پرمهال، فیس ورکړي. د غوښتنلیک فیس د لویانو لپاره 75 یورو او د ماشومانو لپاره 37,50 یورو دی. دغه فیس په سفارت یا IOM FAP کې د ملاقات پرمهال ورکول کیږي. داچې آیا فیس په یورو یا نورو محلي اسعارو ورکړئ، هغه سفارت پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ غړی پکې درخواست کوي. په دې برخه کې د معلوماتو لپاره، تاسو باید دمخه، د سفارت ویب پاڼه وګورئ. د "بشردوستانه دلایلو" په صورت کې، د ویزې فیس معاف کیدی شي.

له درخواست کولو وروسته څه پیښیږي؟ 

وروسته له دې چې ستاسو کورنې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره درخواست کوي: 

  1. د آلمان سفارت به غوښتنلیک ګوري او د آلمان د بهرنیو اتباعو له ادارې سره، په هغه ځای کې چې تاسو ژوند کوۍ، اړیکه نیسي.  
  2. د بهرنیو اتباعو اداره به ستاسو د استوګنې یا اقامت جواز وګوري. 
  3. د بهرنیو اتباعو اداره به دا هم په ډاګه کړي چې ایا د محرومیت لپاره دلایل شته که نه. د بیلګې په توګه، هغوی به دا معلومه کړي چې تاسو په کوم جرم محکوم شوي یاست که نه. 
  4. که چیرې تاسو په جدي یا لوی جرم محکوم شوي یاست، یا که چیرې ستاسو د کورنۍ غړی له آلمان څخه اخراج شوی وي، باید له وکیل سره مشوره وکړئ. 
  5. د بهرنیو اتباعو اداره به وګوري چې د عاید او کور شرایط پوره شوي دي که نه، که چیرې دا شرطونه ستاسو د قضیې لپاره مهم وي. 

که تاسو د فرعي خوندیتوب لرونکي یاست، د غوښتنلیک کتنه کیدی شي ډیر وخت ونیسي. ستاسو قضیه به د فدرال اداري دفتر (“Bundesverwaltungsamt”) له خوا هم وکتل شي.

سفارت به له وروستۍ پریکړې وروسته، ستاسو له کورنۍ سره اړیکه ونیسي. 

د غوښتنلیک د منل کیدو په صورت کې به سفارت ستاسو د کورنۍ له غړي سره اړیکه نیسي او له هغې څخه به غواړي چې خپله ویزه (یا په ځانګړو حالاتو کې د سفر اسناد) ترلاسه کړي.

د آلمان حکومت له خوا د غوښتنلیک د رد کیدو په صورت کې، د پریکړې په وړاندې عرض یا اپیل کیدی شي. د غوښتنلیک د رد کیدو مکتوب به د غوښتنلیک د رد کیدو دلیل څرګندوي. د عرض کولو مهلت دې پورې اړه لري چې ایا د غوښتنلیک د رد کیدو په مکتوب کې د عرض کولو امکانات ذکر شوي دي که نه. دا موضوع د مکتوب په وروستۍ برخه کې ذکر کیږي. که چیرې دا موضوع په مکتوب کې ذکر شوې وي، د عرض کولو مهلت یوه میاشت دی. که چیرې په مکتوب کې د عرض کولو مهلت ذکر شوی نه وي، مهلت به یو کال وي. تاسو باید وکیل سره مشوره وکړئ چې څرنګه د یوې منفي پریکړې په اړه، په سفارت یا د آلمان په اداري محکمه کې عرض وکړئ

له پورتنیو لارو پرته نورې کومې لارې موجودې دي؟

د فډرال آلمان ځینې ایالتونه د کډوالو د منلو پروګرامونه لري.

د بیلګې په توګه، هغه پروګرامونه چې د عراق او سوریې اتباعو لپاره موجود دي. که د یو عراقي د کورنۍ غړی په برلین کې ژوند کوي، کیدی شي هغه هم واجد شرایط وي. که د سوریې د یو تبعه د کورنۍ غړی په برلین، هامبورګ، Thüringen یا Schleswig-Holstein کې وي، کیدی شي هغه هم واجد شرایط وي. نور شرایط هم شته چې په لاندې لینکونو کې تشریح شوي دي.

دا ټولې ویب پاڼې په آلماني ژبه دي.

که فکر کوۍ چې واجد شرایط یاست، زموږ سپارښتنه دا ده چې تاسو ژرترژره درخواست وکړئ. د ویب پاڼو لینکونه چې پورته وړاندې شول، د درخواست کولو د طریقې په اړه  معلومات هم وړاندې کوي.

د آلمان دولت له خوا د افغانانو د منلو پروګرام هم شتهخو دا پروګرام په دې وروستیو کې پیل شوی دی او شرایط او کړنلارې یې تراوسه د عامو خلکو لپاره ځانګړې شوې نه دي. د آلمان د دولت له خوا وړاندې شوي معلومات دلته ترلاسه کیدی شي. له پورتنیو پروګرامونو پرته، تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي نشي کولی په پروګرام کې د شمولیت لپاره درخواست وکړئ خو ستاسو د کورنۍ غړی باید د داسې یوې موسسې له خوا راجع شي چې د آلمان دولت ورسره کار کوي. له بده مرغه، ددې موسساتو لست لاتراوسه خپور شوی نه دی. موږ ددې موسساتو په ډله کې نه یو.

د مرستې غوښتنه 

تاسو یا ستاسو خپلوان کیدی شي له وکیل څخه د مرستې غوښتنه وکړي. په دې باب ځینې سرچینې لاندې وړاندې شوې دي: 

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)