د المان دولت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې په دې هېواد کې به هره میاشت زر (۱۰۰۰) افغان پناغوښتونکي ومني. د المان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو په گډه د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۷مه اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د منلو لپاره یې د بیامېشتېدنې پروگرام پیل کړی دی.
دا پروگرام د المان په ایتلافي دولت کې د دواړو گوندونو تر منځ د یوې موافقې یوه برخه ده او د هغو کسانو د غوښتنلیکونو لپاره یو چوکاټ برابروي چې په دې هېواد کې له خطر سره مخ وي، ځکه چې تېر کال ځینو نظامي ډلو د افغانستان واک ترلاسه کړ. له همدې امله د دې پروگرام موخه له هغو افغانانو سره مرسته ده چې د طالبانو له جدي گواښ سره مخ دي.
د "وپوښتئ" ټیم د المان د بیامېشتېدنې د پروگرام په اړه چې په ترڅ کې به یې هره میاشت یو زره افغانان له خطر سره مخامخ وي، خپلو مخاطبینو ته د معلوماتو وړاندې کولو لپاره د یوې ځانگړې لیکنې خپرولو ته اړتیا ولیدله.

څوک پر شرایطو برابر دي؟

د آلمان په نوي پروگرام کې هغو افغان کډوالو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د عدلي، سیاست، رسنیو، ښوونې او روزنې، کلتور، سپورت او په ځانگړې توگه د ښځو او بشري حقونو په برخو کې د خپلو فعالیتونو له امله له خطر سره مخامخ دي.
د المان د دولت چارواکو ویلي دي چې ډېری افغانان په تېره بیا هغه کسان چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یې مبارزه کړې، هره ورځ په وېره کې ژوند کوي. د بشردوستانه بیامېشتېدنې پروگرام موخه دا ده چې هغه خلکو ته چې د حاکمې ډلې لخوا ځورول شوي دي د سرپناه، د آزاد، پر ځان بسیا ژوند او د خوندیتوب احساس ورکولو فرصت ورکړي. د دوی په وینا، واکمنې ډلې د واک له ترلاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو هر ډول هیلې او راتلونکې لوټ کړې، د هغوی د حقونو محدودولو ته دوام ورکړې او هر هغه څوک چې مقاومت وکړي تر وهل او ډبول کېږي.

د منل کېدو معیارونه

د المان دولت د بیامېشتېدنې په پروگرام کې د خلکو په منلو لپاره لاندې معیارونه په پام کې نیسي:
  • شخصي زیانمن شوي خلک: د بیلگې په توگه، هغه زیانمن خلک لکه څنگه چې د UNHCR په معیارونو کې تعریف شوي؛ د بېلگې په توگه، د ماشومانو سره مجردې مېرمنې، د ژوند په ناامنه شرایطو کې مېرمنې، هغه خلک چې همجنسي ته لېوالتیا یا +LGBTI وي او هغه خلک چې ځانگړي روغتیايي اړتیاوې لري؛
  • د المان سره د اړیکو درلودل: د بیلگې په توگه د آلماني ژبې مهارتونه، د کورنۍ د غړو سره د کورنۍ اړیکې، په آلمان کې پخوانی استوگنه او همدارنگه د المان دولت، چارواکو، پروژې، دفترونو یا سازمانونو سره د دندې ترسره کول؛ او
  • د ځانگړو گواښونو سره مخ خلک؛ د بیلگې په توگه هغه خلک چې په افغانستان کې د ځانگړو کلتوري، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو د ډول او مودې له امله په خطر کې دي.

د بیامېشتېدنې د دې پروگرام موده

دا پروگرام د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۹مه پیل شوی او د ۲۰۲۵ کال سپټمبر کې به پای ته ورسېږي. په پام کې ده چې په راتلونکي کې په دغه هېواد کې د کډوالو د جذب او ادغام په برخه کې د المان پر وړتیا هم غور وشي.

کومو سازمانونو ته غوښتنې لېږل کېږي؟

تر دې وړاندې د المان دولت د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه څیړلې او د ډېرو افغان اتباعو د غوښتنو د منلو یا ردولو مسوولیت یې پر غاړه درلود. خو اوس د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د څېړلو او د المان د بیامېشتېدنې پروگرام ته د وړ کسانو د راجع کولو مسوولیت لاندې درېیو ادارو ته سپارل شوی دی:
هغه کسان چې په خطر کې وي او له پورتنیو کټگوریو څخه په یو کې شامل وي، د شرایطو په پام کې نیولو سره، خپل غوښتلیکونه د یادو سازمانونو څخه یو ته واستوي.
تر اوسه پورې دوه سازمانونه د نوملیکنې لپاره خلکو ته انلاین فورمې وړاندې کړې دي او یو بل سازمان د خلکو لپاره هېڅ لارښود یا فورمه نه ده وړاندې کړې څو نور خلک چې د دې پروگرام لپاره وړ وي وکولی شي د المان د بیامېشتېدنې پروگرام لپاره خپل غوښتنلیکونه واستوي.
څنگه غوښتنلیک وسپارو (How to Apply)؟
د المان د بیامېشتېدنې د پروگرام له مخې، بې پولې خبریالانو یا RSF د خبریالانو د غوښتونکو د مدیریت کولو مسولیت لري. هغه خبریالان چې فکر کوي دوی په جدي خطر کې دي او د بیامېشتېدنې د دې پروگرام لپاره وړ دي، د بې پولې خبریالانو وېبپاڼې ته لاړ شي او انلاین فورمه ډکه کړي.
هغه خلک چې د عدلي، سیاست، رسنیو، ښوونې او روزنې، کلتور، سپورت او په ځانگړې توگه د ښځو او بشري حقونو په برخو کې د خپلو فعالیتونو له امله له خطر سره مخامخ دي، کولی شي د د کابل لفت بروکه وېبپاڼې ته لاړشي او اړونده انلاین فورمه ډک کړي.
دا فورمې ډېر ساده دي او ځانگړي لارښوونې ته اړتیا نلري. خو دا سپارښتنه کېږي چې په پورتني فورمه کې معلومات په صادقانه، دقیق او مستند ډول ولیکئ. په دې فورمه کې تاسو د کورنۍ د نورو غړو نومونه او معلومات ولیکئ لکه ستاسو مېرمن او ماشومانو معلومات.
د بشري حقونو فعالان او نور هغه کسان چې د دې پروگرام په کټگورۍ کې شامل دي باید ځانونه د ژورنالیستانو لپاره په ځانگړي لینک کې ثبت نه کړي، ځکه چې بې پولې خبریالان به ستاسو غوښتنه له پامه غورځوي او د المان دولت ته به یې راجع نه کړي.

د غوښتنې لیږلو وروسته څه پیښیږي؟

د غوښتنې لیږلو وروسته، د بې پولې خبریالان به ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړي او هغه به واروزي. وروسته له دې چې ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو په دې پروگرام کې پر شرایطو برابر یاست، کېدی شي له تاسو څخه د ځینو هغو اسنادو او شواهدو د لېږلو غوښتنه وکړئ چې ستاسو ادعاوې ثابتوي.
دغه درې بنسټونه له اوږدو او مفصلو څېړنو وروسته د المان دولت ته وړ کسان معرفي کوي او وروستۍ پرېکړه د المان دولت له یو لړ امنیتي پلټنو وروسته کوي.

موږ به کله المان ته لاړ شو؟

د کار په پیل کې د استوگنې د دې پروگرام تمرکز په هغو خلکو باندې دی چې نور بنسټونه دمخه د وړ کسانو معلومات المان هېواد ته سپارلي دي. البته، دا قضیه د پروگرام په راتلونکو مرحلو کې د نوي راجستریشن لپاره د فرصتونو رامنځته کولو لپاره هم په پام کې نیول کېږي.
د ۲۰۲۱ کال له اگسټ میاشتې راهیسې المان له ۳۸۰۰۰ کسانو څخه چې په دغه هېواد کې یې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې، شاوخوا ۲۶۰۰۰ یې منلي دي. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۱۲ زره کسان د المان د بیامېشتېدنې پروگرام کې تایید شوي او د دغه پروگرام له لارې المان ته د کډوالۍ په تمه دي.

مرسته او مشوره

همدا چې نور سازمانونه فورمې، لارښوونې یا د غوښتنلیکونو لارښودونه برابر کړې، موږ د هغو په اړه تاسو ته خبر ورکړو.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.