Ireland Alison-01.jpg
الیسون (Alison) د پرمختللې انلاین زده کړې پلټفارم دی چې زده کوونکو ته‌ د لوړو زده کړو، ښوونې سېسټم او د اعتبار وړ ډیپلوم کورسونه وړاندې کوي. دغه ‌پلټفارم د ۲۰۰۷ زېږدیز کال د اپرېل پر ۲۱مه د اېرلنډتوکمه ټولنیز متشبث مایک فیریک لخوا تاسیس شو.
اوسمهال،‌ الیسون په ټوله نړۍ کې له ۳۰ میلیونو څخه زیاتو زده کونکو ته ‌پلټفارم په ۹ بېلابېلو کټګوریو سلګونو بېلابېلو مضمونونو کې له ۴۰۰۰ څخه ډیر وړیا انلاین کورسونه وړاندې کوي چې تر دې دمه له دغو کورسونو څخه د نړۍ په ۱۹۵ هېوادونو کې څه باندې ۶ میلیونه زده کوونکي فارغ شوي دي.
په دې لیکنه کې د‌ الیسون (Alison)‌ د کارولو او ګټې اخیستنې څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شوي دي، ترڅو هغه افغان نارینه او ښځینه زده کوونکي، چې له سیاسي بدلونونو وروسته باکیفیته زده کړو ته لاس رسی نه لري، کولی شي اړوند وېبپاڼې ته مراجعه وکړي، ښوونیزې دورې تعقیب او په خپله پوه کې زیاتوالی راولي.

الیسون د چا لپاره دی؟

د‌ الیسون (Alison)  انلاین زده­کړې پلټفارم د کاروونکو غوښنه برخه خپلخوښې زده کوونکي دي، چې د معتبرو پوهنتونونو د ځانګړو کورسونو په لټه کې دي ترڅو د دې کورسونو له منځپانګې څخه په هر اړخیز او وړیا توګه ګټه پورته کړي. څرنګه چې دا کورسونه ګټور، عملي او باوري تصدیقونه او سندونه هم وړاندې کوي، نو په دې کورسونو کې د ګډون لپاره اصلي غوښتونکي ډېری یې د مخ پر ودې هېوادونو اوسېدونکي او زده­کونکي دي چې په هېڅ ډول مخامخ زده کړې ته لاسرسی نه لري او غواړي انلاین زده­کړې وکړي.‌

دالیسون ښوونیز ‌پلټفارم پروګرامونه څه ارزښت لري؟

اوسمهال چې افغان زده کوونکي په تېره بیا نجونې د زده­کړو په ډګر کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو بې برخې دي، دوی کولی شي له فرصت څخه په استفادې د‌ الیسون (Alison) وېبپاڼې په مرسته وړیا تعلیمي کورسونه تعقیب کړي.
‌ الیسون (Alison) هم د نورو انلاین ښوونیزو فورمونو په څېر داسې یو ‌پلټفارم دی چې د زده کړو د دودیزو لاروچارو بدلون ته ژمن دی او د لوړ لګښت، موقعیت، او لاسرسي په وړاندې خنډونو په له منځه وړلو سره زده کوونکو او مینه والو ته وړیا او د اسانه لاسرسی وړ کورسونه او ښوونیز پروګرامونه وړاندې کوي.

د زده کړو بېلابېلې څانګې

اوس مهال په‌ الیسون انلاین ښوونیز پلیټفار کې له ۴۰۰۰ څخه ډیر کورسونه وړاندې کېږي چې تر دې مهاله پکې تر ۳۰ میلیونو ډېرو زده­کوونکو برخه اخیستې ده. د دغو کورسونو ډېر یې وړیا دي او زده­ګوونکي کولای شي د خپلې خوښې مضمون کې د نړۍ له هر ځای څخه چې وغواړي ګډون وکړي.
‌ الیسون (Alison) په هره برخه کې بېلابېل ګټور کورسونه وړاندې کوي او نږدې ټول اکاډمیک مضامین رانغاړي. دا ‌پلټفارم د مدیریت، تاریخ، ټولنیزو علومو، معلوماتي ټیکنالوژۍ، انجینرۍ، فزیک، سوداګرۍ، ټولنیزو علومو، ځاني پرمختګ، کمپیوټر ساینس، روغتیا او ټولنیزو علومو کې انلاین ټولګي وړاندې کوي.

له نړیوالو ژبو سره بلدتیا

د‌ الیسون (Alison) کورسونه په بېلابېلو نړیوالو ژبو کې وړاندې کېږي. له همدې امله، د بهرنیو ژبو مهارت د ښوونې او روزنې د کورسونو تعقیب لپاره اړین دی. د کورسونو زیات شمېر یې په انګلیسي ژبه دي خو زده کونکي کولی شي د خپلې زده کړې لپاره انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، پرتګالي، روسي، عربي، چینایي، هندي او اردو ژبو څخه یوه غوره کړي.

څنګه په (Alison Alison) وېبپاڼې کې د کارن حساب جوړ کړو؟

  • په لومړي ګام کې، د اکونټ جوړولو لپاره د Alison‌  وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.
  • په دویم ګام کې دغې پاڼې ته ورشئ او د لنډ انلاین فورم په ډکولو سره خپل ځان ته کارن-حساب جوړ کړئ. تاسو کولای شئ د معلوماتو د زیاتولو سره (Sign Up) غوراوی په کښېکاږلو همدارنګه د فیسبوک، ګوګل، مایکروسافټ حساب او لینک­این‌ حسابونو په کارولو سره هم د الیسون اکاونټ په اتومات ډول جوړ کړئ.
  • کله چې حساب جوړ شو نو ستاسو پر وړاندې به د‌ الیسون کورسونو لارښودپاڼه او پالیسي پاڼه پرانیستل شي. همدارنګه به تاسو وکولای شئ دلته بېلابېل کورسونه ومومئ.

په ښوونیزو پروګرامونو کې ګډون

کله چې تاسو په Alison وېبپاڼه کې کارن جوړ کړئ، نو د لومړي ځل ور ننوتو سره به تاسو د‌ الیسون په کورپاڼه کې له بېلابېلو کورسونو سره مخ شئ. دلته د (Explore) پر غوراوي کلیک وکړئ او یاهم په لټون­ځای کې د خپلې خوښې کورس په لټون سره هغه کورس یا مضمون ومومئ چې تاسو یې غواړئ. د Alison وېبپاڼې په کورپاڼه کې د  (Explore‌ Diplomas & Certificates)‌  تڼۍ پر کلیک کولو سره به تاسو ته د ټولو شته کورسونو لیست څرګند شي. تاسو له دې ځای څخه له خپلې خوښې سره سم په وړیا کورسونو او ځانګړو پروګرامونو کې ګډون کولای شئ.
کله چې تاسو خپل مطلوب روزنیز کورس یا پروګرام غوره کړ، نو د نوم لیکنې یا Start Learning غوراوي باندې کلیک وکړئ، او په دې سره به تاسو په بریالیتوب سره په پام­وړ کورس کې شامل شئ.

څنګه له Alison څخه غوره ګټه واخلو؟

له‌ الیسون کورس او هر بل انلاین ښوونیز پليټفارم نه ګټې اخیستنې لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
  • وړاندې تر دې چې کور کې ګډون وکړئ نو اړ یاست چې، د کورس په ژبه چې په ډېری کورسونو کې انګلیسي ژبه ده، بشپړ مهارت ولرئ.
  • تاسو پاملرنه وکړئ چې په یوه مضمون کې د شته کورسونو په مینځ کې ستاسو له وړتیا سره سم کورس غوره کړئ. ځکه چې د Alison ډېری ځانګړي کورسونه ستونزمن دي او په انګلیسي ژبه یې زده کول هم ستونزې زیاتوي.
  • که تاسو د یو څه مودې لپاره د کورس له موادو څخه لرې یاست، د پخوانیو درسي موادو بیاکتنه وکړئ ترڅو د زده کړې بهیر ستاسو لپاره اسانه شي.
  • هڅه وکړئ د ځان لپاره د زده کړې لاره په ګوته کړئ او په ورته وخت کې څو کورسونو ته دوام مه ورکوئ.
  • د Alison ځینې کورسونه بېلابېل درسونه لري، تاسو اړ نه یاست ټول یې په دقت سره ولولئ، خو له پامه یې مه غورځوئ او دغو موضوعاتو ته ځغلنده نظر ولرئ.
  • د هر کورس په لومړۍ پاڼه کې، د پام وړ کورس ځانګړتیاوې، لکه د اونیو شمیر، د مطالعې وخت، او نور، او د ځینې کورسونو لپاره شرایط هم ورکړل شوي. همدارنګه، د کورس د ټولو ویډیوګانو سرلیکونه او سرټکي په لومړي مخ کې لیدل کېدی شي. په لومړۍ پاڼه کې دې ټکو ته پام وکړئ ترڅو تاسو وکولی شئ د ځان لپاره سم کورس غوره کړئ.

د Alison ښه او بد اړخونه

د کورسونو رنګارنکوالی او ډېر شمېر، د وېبپاڼې ښکلی ډیزاین، د لټون اسانتیاوې، د ویډیو پلې بیک اسانتیاوې، له غوره پوهنتونونو سره همکاري، د وړیا زده کړې امکانات او د کورس په بحثونو کې برخه اخیستل د Alison ښوونیز ‌پلټفارم یا وېبپاڼې غوره اړخونه دي. دا په زړه پورې ده چې د دې وېبپاڼې کورسونه د نړۍ د غوره پوهنتونونو له لوري برابر شوي دي او لوړه علمي کچه لري او تاسو به په دې کورسونو کې د ګډون کولو او د اعتبار وړ درجې ترلاسه کولو سره د ځان لپاره ښه ریکارډ جوړ کړئ.
بلخوا، د دې وېبپاڼې یوه نیمګړتیا دا ده چې له سافټویر، پروګرام جوړولو او کمپیوټر مهارتونو کې چیرې چې د زده­کړې ډېرې سرچینې شتون لري، د دې شونتیا شته چې د‌ Alisonکورسونه د افغانانو لپاره غوره، اسانه او اغېزمن انتخاب نه وي ځکه د لوړ کيفيت انټرنيټ او کمزوری اقتصاد دغه مشکل نور هم زیاتوي.

د سند ترلاسه کول

د ‌ Alisonلنډمهاله کورسونه تر ډېره وړیا دي خو که زده کوونکي د سندترلاسه کول غواړي نو د Alison ښوونیزه وېبپاڼه دغو زده کونکو ته شونتیا هم شته خو د سند لپاره کمه اندازه لګښت باید زده کوونکي پرې کړي.

مرسته او مشوره

د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د Alison وېبپاڼه وګورئ. د دې ترڅنګ، کولی شئ د Alison اپلیکېشن له دې لینک څخه د iOS تلیفونونو لپاره او له دې لینک څخه د Androidلپاره ډاونلوډ کړئ.
هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.