د برازیل دولت هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې خوندي نه دي، اجازه ورکوي چې په دې هېواد کې پناه واخلي. برازيل دغه پرېکړه د دولت رهبرۍ د 2021 کال د سپټمبر 3مې نېټې د 24 شمېرې فرمان پر بنسټ، د بشري ارزښتونو او د افغانستان د سياسي وضعيت په پام کې نيولو سره کړې، چې په ترڅ کې يې افغانانو ته بشري ویزې ورکول کېږي.
 
په دې مقاله کې هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې اراده لري، د برازيل د بشردوستۍ ويزو د اخیستلو او یاد هېواد ته د سفر په تړاو معلومات وړاندې شوي دي.

څوک پر شرایطو برابر دي؟

هغه کسان چې د افغانستان د سیاسي وضعیت له امله ژوند، خپلواکي او امنیت یې له خطر سره مخ وي او نه شي کولی بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د برازیل د بشردوستۍ ویزې د ترلاسه کولو پر شرایطو برابر دي. په ځانګړې توګه، د برازیل د بشردوستۍ ویزې هغو کسانو لپاره دي چې په افغانستان کې د 2021 کال د اګست له 15مې څخه وروسته د سیاسي بدلون له امله تر جدي ګواښ لاندې دي.

ویزې لپاره غوښتنه

غوښتونکي باید د برازیل د بهرنیو چارو وزارت رسمي وېبپاڼې ته لاړ شي او د بشردوستۍ ویزې لپاره په انلاین بڼه خپل غوښتنلیک بشپړ او ټول اړین اسناد اپلوډ کړي. د برازیل سفارت سره د مرکې نېټه او وخت د غوښتنلیک فورمې د ډکولو په موده کې د غوښتونکي لخوا غوره کېږي. د فورمې د ټولو پړاوونو له بشپړولو وروسته، غوښتونکي به د غوښتنې کوډ ترلاسه کړي، کوم چې په راتلونکي کې فورمې ته د لاسرسي، اصلاح کولو، ډانلوډ او غوښتنلیک تعقیب لپاره کارول کېدی شي. غوښتونکي فورمه چاپوي، خپل انځور په هغې نښلوي، فورمه لاسلیک کوي او وروستۍ نسخه سکن کوي؛ اړینه ده چې د فورمې سکن شوي او چاپ شوي کاپي له ځان سره وساتي.

اړین اسناد

تذکره، پاسپورټ، د لاسلیک نمونه ، انځور او د جرم د نه ترسرکولو سند د بشردوستۍ ویزې د غوښتنلیک بشپړولو لپاره اړین اسناد دي. همدارنګه، غوښتونکي باید برازیل ته د سفر لپاره د الوتکې ټکټ او یو سند (د مثال په توګه، د بانکي اکونټ مالي راپور) چمتو کړي چې په برازیل کې د دوی د ژوند کولو مالي وړتیا وښيي او د مرکې په ورځ کې د اړوند سفارت چارواکو ته وړاندې کړي.

ویزې لپاره غوښتنلیک

غوښتونکي د خپل شخصي برېښنالیک پاڼې ته ځي او د لېږلو ادرس برخه کې د اړونده سفارت برېښنالیک ادرس لیکي؛ د برېښنالیک د موضوع په برخه کې نوم، تخلص او د مرکې لپاره غوښتنه لیکي؛ د برېښنالیک په متن کې نوم، تخلص، د پلار نوم، د زېږون نېټه او د بشردوستۍ ویزې ترلاسه کولو لپاره خپله اراده لیکي چې په دې توګه بشپړ شوې فورمه هم ضمیمه کوي او برېښنالیک استوي.

د برازیل د بشردوستۍ ویزه په کومو هېوادونو کې صادرېږي؟

اوس مهال، د بشردوستۍ ویزې یوازې په پاکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې او روسیه کې د برازیل په سیاسي استازولیو یا سفارتونو کې صادرېږي چې په یادو هېوادونو کې د برازیل د سیاسي استازولیو او سفارتونو لست د دې هېواد په رسمي وېبپاڼه کې شتون لري.

مرکه

غوښتونکي باید په ټاکلې نېټه او وخت کې د برازیل اړوند سفارت ته لاړ شي او چاپ شوي فورمې، پاسپورت او د مالي وړتیا ثبوت چارواکو ته وړاندې کړي. د دې مرکې په موده کې د ویزې غوښتونکي، مرکه کوونکو ته د خپل ژوند، زده کړې، کاري تجربې او د ګواښ ډولونو په اړه شرح ورکوي. د بشردوستۍ ویزې غوښتونکي د چارواکو ځینو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکوي چې ټول ځوابونه او توضیحات په لیکلي ډول ثبت کېږي. د مرکې په پای کې، له غوښتونکو څخه غوښتل کېږي چې څه موده تم شي څو د سفارت له پرېکړې وروسته ځواب ترلاسه کړي.

د غوښتنلیک تعقیب

غوښتونکي دې رسمي وېبپاڼې ته مراجعه کوي او د خپل غوښتنلیک کوډ، نوم او زېږون نېټې په لیکلو سره د خپل غوښتنلیک د پرمختګ په تړاو معلومات ترلاسه کړي. که چېرې غوښتونکو ته ویزه صادره شوې وي، دوی به په دې انلاین پاڼه کې خبر شي.

د بشردوستۍ ویزې ترلاسه کول

د ویزې له صادرېدو سره سم، غوښتونکو ته به د برېښنالیک او ټلیفون له لارې خبر ورکړل شي. غوښتونکي کولی شي سفارت ته د بیاځلي ورتلو سره خپله ویزه ترلاسه کړي. وروسته له دې چې د بشردوستۍ ویزې صادر شي، د ویزې لرونکي 180 ورځې وخت لري چې پرې برازیل ته سفر وکړي.

برازیل ته تر رسېدو وروسته څه وکړو؟

ډېري نړیوالې الوتنې برازیل ته د ګوارولیوس (Guarlhos) نړیوال هوایی ډګر له لارې ترسره کېږي چې د ساوپاولو په ښار کې موقعیت لري. کله چې تاسو برازیل ته ورسېږئ او د پاتې کېدو ځای ونلرئ، عامه دولتي شبکې او د مدني ټولنې سازمانونه به تاسو ته د لنډې مودې لپاره سرپناه ورکړي. د ګوارولیوس نړیوال هوایي ډګر کې د معلوماتو او مرستې لپاره، تاسو کولی شئ د پناه غوښتونکو او کډوالو سره د بشري مرستو دفتر ته مراجعه وکړئ. دا دفتر پناه غوښتونکو ته وړیا مرستې چمتو او ټولنیزو شبکو او د عامه ساتنې ځایونو ته راجع کوي. د ګوارولیوس په هوايي ډګر کې د پناه غوښتونکو لپاره د بشري حقونو دفتر شتون لري چې خلکو ته اړین معلومات چمتو کوي. خو په عموم کې، د کورنۍ سرپناه لپاره لږ ځایونه شتون لري، له دې امله د پناه غوښتونکو لپاره دا غوره ده چې د برازیل یو اوسېدونکي سره له وړاندې په اړیکه کې وي ترڅو د رسېدلو په وخت کې د هغوی ملاتړ وکړي.

لګښت

د برازیل د بشردوستۍ ویزې ترلاسه کول هیڅ لګښت نلري، خو افغان غوښتونکي باید پوه شي چې برازیل دولت هېڅ ډول مالي مرسته نه کوي او د دوی د الوتکې ټکټ، برازیل ته د سفر، د کور کرایې، د خوړو چمتو کولو او په دې هېواد کې د پاتې کېدو او نور ټول لګښتونه د دوی په غاړه دي.

لنډمهاله استوګڼه

هغه خلک چې د برازیل د بشردوستۍ ویزې څخه ګټه پورته کوي او دې هېواد ته ننوځي، حق لري چې د دې هېواد خاورې ته په ننوتلو سره د پناه غوښتنه یا لنډمهاله استوګڼې غوښتنه وکړي. د لنډمهاله استوګڼې په ترلاسه کولو سره غوښتونکي کولی شي تر نامعلومې مودې لپاره په برازیل کې کار او ژوند وکړي.

بیاځلي د پناه غوښتنه

همدا چې پناه غوښتونکي په برازیل کې استوګڼ شي، نو د دې هېواد څخه نورو هېوادونو ته د دوی د لېږدولو کوم پلان شتون نلري. همدارنګه، د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې په برازیل کې دي، نورو هېوادونو ته د بیامېشتېدنې خدمات نه وړاندې کوي. په هر ډول، پناه غوښتونکي پخپله کولی شي د برازیل څخه نورو هېوادونو ته د پناه غوښتنه وکړي او د اړتیا په صورت کې د نورو هېوادونو سیاسي استازولیو ته مراجعه وکړي.

مرسته او مشوره

افغانانو ته د بشردوستۍ ویزو د ورکولو په اړه د برازیل د دولت اعلامیه په دې رسمي وېبپاڼه  کې لوستلی شئ. د برازیل د بشردوستۍ ویزې په اړه ځانګړي معلومات د UNHCR یا د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رسمي وېبپاڼه کې هم د مطالعې لپاره شتون لري. د یادولو وړ ده چې د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره د بشردوستۍ مرستو دفتر د دویم ترمینل (Mezanino - B Asa) په 116 شمېره دفتر کې موقعیت لري چې د اړیکو شمېره یې 00551124454719 او برېښنالیک یې  paaguarulhos@gmail.com دی.