اړمنو افغانانو ته د مهمو معلوماتو وړاندې کول

له موږ څخه پوښتنه وکړئ!

موږ د لاندې ټولنیزو رسنیو له لارې تاسو ته معلومات وړاندې کوو:

معلومات

د نړۍ په هېوادونو کې افغانانو لپاره د خوندیتوب، بیامېشتېدنې فرصتونو، لوړو زده کړو بورسونو او نورو فرصتونو په تړاو معلومات

A map is loading...

hero-header

"وپوښتئ" یا "بپرسید" په نړیوال ساینپوسټ (Signpost Global) پورې اړوند پروگرام دی او هغو افغانانو ته معلومات وړاندې کوي چې د نړۍ په هېوادونو کې د بیامېشتېدنې او ښوونیزو پروگرامونو په تړاو معلومات لټوي او په افغانستان کې له ملي او نړیوالو ادارو او سازمانونو څخه د خدمتونو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

د نړیوال ساینپوسټ دا څانګه یو په کار پوه ټیم لري چې په پښتو، دري او انگلیسي ژبو په لیکلي، غږیزو او بصري ډولونو (گرافیک، انیمیشن او ویډیو) رسنیز منځپانګې تولیدوي او هغه د ډیجیټل چینلونو (انټرنېټ)، چاپي رسنیو او آفلاین (مخامخ ناستو) له لارې یې په ټول افغانستان کې خپروي. بېلابېل محتويات د افغانانو د معلوماتو د اړتياوو په نظر کې نیولو سره په هر اړخيز ډول ارزول او مدیریت کېږي. برسېره پر دې، "وپوښتئ" د ټولو افغانانو اړتیاوو او وړتیاوو ته په کتو، د دوی جغرافيايي موقعیت، د سواد کچه او ټېکنالوژۍ ته د لاسرسي په پام کې نیولو سره له هرې وسیلې څخه کار اخلي.

"وپوښتئ" د معلوماتو په وړاندې کولو او له فرصتونو او خدمتونو څخه د اړمنو په خبرولو سره د افغانستان خلکو ته په بېړنیو حالاتو کې وړتیا ورکوي څو د خپلو مهمو مسلو په تړاو ښې او باخبره پرېکړې وکړي. سربېره پردې، "وپوښتئ" د معلوماتو د یو مرکز په توګه د ډیجیټل او ټولنیزو پلټ‌فارمونو له لارې خپلو مخاطبینو ته د دوه اړخیزو اړیکو اسانتیاوې برابرې کړې دي، تر څو د دوی پوښتنو ته پر وخت کره معلومات وړاندې کړي.

ټول اړوند معلومات د هېواد دننه او بهر له باوري سرچینو څخه راټول شوي او په نوښتگر او خلاقانه ډول تولید او همدارنگه په دوامداره توګه د اصلي او باوري سرچینو پر بنسټ یې معلومات تازه کېږي.

فعالیتونه

  • هغو افغانانو ته د معلوماتو وړاندې کول چې د خوندیتوب او خپلو کورنیو له غړو سره د بیایوځای کېدو په موخه په اروپايي او امریکایي هېوادونو کې د بیامېشتېدنې او پناه غوښتنې د لارو چارو په لټه کې دي؛
  • د نړۍ په هېوادونو کې د افغانانو د بیامېشتېدنې او د کډوالۍ په کړنلارو کې د بدلونونو په تړاو د خبرونو او راپورونو رسنیز پوښښ؛
  • د افغانستان دننه او د نړۍ په هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو، تحصیلي بورسونو (Scholarships) او نورو فرصتونو په اړه د معلوماتو خپرول؛
  • له رسمي او دولتي دفترونو څخه د مدني اسنادو په ځانگړې توگه د زېږون کارت، کاغذي تذکرې، الکترونیکي تذکرې، نکاح خط، وراثت خط او د پاسپورټ سندونو د ترلاسه کولو په اړه خلکو ته لارښوونې او پوهاوی؛
  • په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو، بېړنیو حالاتو او همدارنګه قوانینو، ماشومانو او ښځو د خوندیتوب په برخه کې له نړیوالو سازمانونو څخه د خدمتونو د ترلاسه کولو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول.

موخې

  • د افغانانو لپاره د معلوماتو چمتو کول څو خپل حقونه وپېژني او ویې غواړي، اړینو خدماتو ته لاسرسی ومومي او باخبره پرېکړې وکړي؛
  • د هغو معلوماتو وړاندې کول چې د افغانانو اړتیاوې پوره کوي؛ او
  • مخاطبینو ته د هغوی د وړتیاوو او ټېکنالوژۍ ته د لاسرسي په نظر کې نیولو سره د لوړ کیفیت، کره، مستندو، خلاقانه او پر وخت رسنیز معلوماتو تولیدول.

ماموریت

اړمنو افغانانو ته د فرصتونو او خدمتونو په تړاو په مسوولانه او ځواب ویوونکي ډول د مشورو او معلوماتو ورکول.

زموږ ارزښتونه

"وپوښتئ" د خپلو مخاطبینو د اړتیا وړ معلوماتو په برخه کې خپلواک، کره، پر وخت او باور وړ سرچینو کارونې ته ژمن دی. د دې ډیجیټل پلټ‌فارم لپاره، پنځه اصول چې کیفیت، خلاقیت، بشري حقونه، درناوی او حساب ورکول دي، د نه بدلېدونکي ارزښتونو په توگه پېژندل شوي.

زموږ مخاطبین

زموږ مخاطبین هغه کسان دي چې د نړۍ په هېوادونو کې د بیامېشتېدنې، پناه غوښتنې، خوندیتوب او ښوونیزو پروگرامونو او همدارنگه، په افغانستان کې د مدني اسنادو د ترلاسه کولو او د نړیوالو سازمانونو بشري خدمتونو څخه د گټه پورته کولو د معلوماتو په لټه کې دي.

پاملرنه!

  • هغه معلوماتي محصولات چې موږ یې تولیدوو د مخاطبینو او د افغانستان د خلکو د ژوند له واقعیتونو سره مطابقت لري او موږ یې مسوولیت په غاړه اخلو. زموږ ټیم روزل شوی څو هغو کسانو ته چې موږ یې د ملاتړ هڅه کوو غوږ ونیسي، اړیکه ور سره ونیسي او هغوی ته ځواب ویونکي واوسي.
  • موږ خلکو ته د لوړ کیفیت او تازه معلوماتو په ورکولو سره چې ورته اړتیا لري، کولی شو دوی ته توازن او ارامښت بېرته ور وگرځوو. د باور وړ معلوماتو ته په لاسرسي سره، خلک کولی شي د هغو مسایلو په اړه چې دوی ته مهم دي باخبره او غوره پرېکړې وکړي.
  • موږ خپلو شریکانو، نړیوالو سازمانونو، رسمي چارواکو، بې ځایه شویو، کډوالو او پناه غوښتونکو سره کار کوو څو ډاډ ترلاسه کړو هغه معلومات چې موږ یې چمتو کوو د امکان تر بریده دوی ته تازه او گټور دي.

هیله ده په یاد ولرئ چې وپوښتئ نشي کولی:

❌ستاسو د حقوقي کیسونو په اړه کومه قانوني مشوره ورکړي؛ او

❌ستاسو د ویزې یا پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس یا چټک کړي.


موږ تعقیب کړئ:
Facebook.png    Instagram.png    

;